ولسمشر اردوغان د داعش د وژل شوي البغدادي د میرمن د نیول کیدو نه هم خبر ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د داعش ترهګرې ډلې د وژل شوي  بڼسټګر او مشر ابوبکر البغدادي  د میرمنې  د نیول کیدو نه خبر ورکړ.

1301483
ولسمشر اردوغان د داعش د وژل شوي البغدادي د میرمن د نیول کیدو نه هم خبر ورکړ

 

ولسمشر اردوغان  په پلازمینه انقره کې د بیشتپې د ملت کانګرې  او کولتور په مرکز کې  د انقرې پوهنتون د شریعیاتو د فاکولتې د ۷۰ کلیزې د لمانځنې  په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې  ګډون وکړ. هغه  دلته په خپله وینا کې وویل چې د داعش ترهګرې ډلې مشر البغدادي په سوریه کې د امریکا لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په پټ شوي تونل کې د ځان پورې د تړولو چاویدونکو موادو د چولو سره  ځان وواژه.

ولسمشر اردوغان وویل « مونږ هم  د البغدادي  میرمن  ونیوله  خو مونږ  دومره غواغا رامنځته نکړه. دا خبره زه د لومړي ځل لپاره دلته کوم. د البغدادي  میرمن، خور او اوښی مو  ونیول. دا کسان مو ټول په سوریه کې ونیول. مونږ پدې برخه کې خپلو چارو او عملیاتو ته دوام  ورکوو.»

دې  ترهګر د خپلې منحرفې  دعوا  لپاره  پرته د یوې  شیبې  تردد نه  د یو زیات شمیر بې ګناه انسانانو وینې تویې کړي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  یو مسلمان هیڅوخت  ترهګر کیدای نشي.

لویدیځې نړۍ په ډیره بې شرمانه  توګه  دې ترهګرو ته د اسلام  سره تړاو ورکولو  او ددې ترهګرو نه د' اسلامي ترهګرۍ ' په توګه یادونه کوله. مونږ  پر هغوې  غږ کوو  چې  لومړی  خپله څیره  په اینه کې وګورۍ. که چیرې  ترهګر لټوۍ  هغوې ستاسې په منځ کې دي. نن ورځ چې هر هغه برخې  د اسلام په نامه  ترهګري کوي  د هغوې په اړه تحقیقات وکړۍ  خامخا  يي  په ریښه کې  اسلام دښمني  شتون لري.

که چیرې تاسې وغواړۍ  چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اصلي  څیره وګورۍ  او پدې پوه شۍ چې  دا څوک  دی . او څه کوي؟ د اوسیدو  ځای ته يي دقت وکړۍ. د هغوې ملاتړ کوونکو  او حمایت کوونکو ته دقت وکړۍ. بیا  په هر څه ډیر ښه پوه شۍ.    



اړوند خبرونه