د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عالي مشورتي شورا غونډه وشوه

د ترکېې د ولسمشرۍ ماڼۍ  عالي مشورتي شورا  په غونډه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف د روانې مبارزې په اړه خبرې وکړې او وویل چې  دا مبارزه به په همدې شان دوام وکړي.

1301129
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عالي مشورتي شورا غونډه وشوه

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو رئیس  فخرالدین التون د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د هیواد د عالي مشورتي شورا غونډه وکړه.

پدې غونده کې  د سولې چینې پوځي عملیاتو  په سیمه ایزو او نړۍوالو انعکاساتو سربیره  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف  په مبارزې  بحث او غور وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې غونډه کې ددې  خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه په سوریه کې  د پر حق  مبارزه کوي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې په تیرو دریو کلونو کې  په سوریه کې  درې مهم  د فرات ډال ، زیتون څانګې  او سولې چینې په نامه  جلا جلا  پوځي عملیات  ترسره کړي دي. ددې ټولو  عملیاتو اصلي هدف او خوخه  د پ ک ک / وای پ جي او داعش ترهګرو سازمانونو په ګډون د ټولو ترهګرو پر خلاف مبارزه وه. همداشان  ترکیه چې  د کډوالو تر ټولو  دروند  بار يي په اوږدو اخیستی  دی  او  په سیمه کې  د ترهګرو سازمانونو سره  د جنګیالیو  د یو ځای کیدو د مخنیوي په برخه کې  لکه د دیوار په څیر  رغنده رول لوبولی  خو له بده مرغه چې نن  ورځ پرې  ډول ډول  بې بڼسټه  او ناحقه تورونه  پورې کیږي.

همداشان  نړۍوالې ټولنې  د سولې چینې د عملیاتو په بهانه هم  په ترکیې  ډیر زیات فشارونه  وارد کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې غونډه کې  د ترکیې دا پر حق مبارزه  نړۍوالې ټولنې نه  په  سالمه توګه د بیانولو او  د  ترکیې پر خلاف د روانو پروپاګندونو  پر وړاندې د مبارزې  په مسئلې  غور وشو.

همداشان  پدې غونډه کې  د جولای د ۱۵ مې خاینې کودتا د کودتاچیانو پر خلاف په روانې مبارزې  خبرې وشوې. په غونډه کې پریکړه وشوه چې  دا مبارزه باید  د لا قوي ارادې سره  دوام وکړي. په غونډه کې ددې کودتا د شهیدانو او غازیانو نه په درناوي سره یادونه وشوه  او په ټینګار وویل چې  د فتو ترهګریز سازمان پر خلاف د مبارزې پر وړاندې  هیڅډول خنډ  ته باید اجازه ورنکړی شي.



اړوند خبرونه