ترکي او د سوریې ملي اردو ځواکونو په راس العین کې د وسلو یوه ستره ډیپو کشف کړه.

په سوریه کې د ترهګرو نه په نیول شوو وسلو کې ډیری امریکايي وسلې دي

1299656
ترکي  او د سوریې ملي اردو ځواکونو په راس العین کې د وسلو یوه ستره ډیپو کشف کړه.
abd havan topları muhimmat silah.jpg

د سولې چینې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې  د ترهګرو نه په ژغورل شوې  د سوریې د راس العین  په ولسوالۍ کې د ترهګرو اړوند په کشف شوې د وسلو او مهماتو په یو ستر ډیپو کې د امریکا متحده ایالتونو اړوند  یو زیات شمیر د هاوان توپونه  موندل شوي دي.

د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار  ولسوالۍ په مقابل کې  پروت کې د سوریې په شمال کې د راس العین په ولسوالۍ کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو او سوریې ملي اردو ځواکونو لخوا د پلټنو  او کشفي  فعالیتونه دوام لري.

د نوموړو پلټنو  او کشفي فعالیتونو په چوکاټ کې د سوريې د ملي اردو ځواکونو د ترهګرو  اړوند  یوه بله ډیره ستره د وسلواو مهماتو ډیپو کشف کړه.

پدې  ډیپو کې  د وسلو یو زیات شمیر ستر ستر صندوقونه چې په انګلیسي ژبه پرې لارښونې هم  شو دي  موندل شوي دي.

پدې ډیپو کې  ۶۰ صندوقه امریکايي  وسلې  چې په هر صندوق کې دوه دانۍ د هاوان  توپه هم  شتون لري  موندل شوي دي.

د ۱۲۰ ملي متري  دا هاوان  توپونه  ۸ کیلومتره منزل لري.

د اناتولیا خبري اژانس ویلي دي چې  د اکتوبر په ۱۳ مه نيټه  د ترکیې وسله والو ځواکونو  او سوریې ملي اردو ځواکونو د پلټنو پر مهال  د راس العین په ولسوالۍ کې لویې لارې  ته  نږدې  د وسلو او مهماتو یوه  ستره  ډیپو کشف کړې وه چې  پدې ډيپو کې  د الوتکو ضد  امریکايي وسلې موندل شوې وې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کراتو ویلي وو چې امریکا  د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو سازمانونو ته  په زرګونو ټیلره  وسلې  ورکړي دي چې دا  مسئله  د متحدوالي سره په ټکر کې یو عمل دی. ځکه چې  نوموړي ترهګر ددې وسلو نه بیرته د ناټو د خاورې پر خلاف استفاده کوي. د ترکیې پر خلاف  استفاده کوي.



اړوند خبرونه