ترکیې پاکستان سره خواخوږي او غمرازي وښوده

ترکیې  په پاکستان کې په ریل ګاډي کې د اورلګیدنې له امله د رامنځته شوې  سترې فاجعې له امله  د پاکستان حکومت  او ملت ته  د تسلیت  او غمرازۍ  مراتب  وړاندې کړل.

1297741
ترکیې پاکستان سره خواخوږي او غمرازي وښوده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا پدې اړه په خپور شوي  د تسلیت په پیغام کې راغلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو  د کراچۍ ښار نه د راولپنډۍ ښار پر لورې  روان  په ریل ګاډي کې  د رامنځته شوې  اورلګیدنې په نتیجه کې  په لسګونو تنو  ته  د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ترلاسه کړ. ترکیه ددې پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته  د عاجلې شفاء  او دوست پاکستان حکومت  او ورور ملت  ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ترکیه د پاکستان سره پدې غم کې ځان شریک بولی. "



اړوند خبرونه