د ترکیې د ملي دفاع وزیر د سوریې سره په پوله کې په صفري نقطه کې د میشتو ځواکونو نه لیدنه وکړه
ملي دفاع وزیر اکار د سوریې سره په پوله کې د میشتو وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه او هغوې ته يي لازم هدایات ورکړل
![د ترکیې د ملي دفاع وزیر د سوریې سره په پوله کې په صفري نقطه کې د میشتو ځواکونو نه لیدنه وکړه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1727/1df4/5cc7/5da17d7838c66.jpg?time=1718911465)
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او قوتونو د قومندانانو سره په ګډه د سوریې سره په پولو په صفري نقطه کې د میشتو وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه.
د دفاع وزیر د صفري نقطې نه د سوریې د تل ابیض په سیمه کې په میشتو ترکي ځواکونو د مخابرې له لارې غږ وکړ چې دلته هیڅشی پایته ندي رسیدلي ، هره شیبه هر څه رامنځته کیدای شي، تاسې باید هر ډول پوره چمتوالی ولرۍ .
د دفاع وزیر اکار تیره شپه د سوریې سره په صفري نقطه کې تیره کړه او دلته د میشتو وسله والو ځواکونو د قومندانانو سره يي خبرې وکړې.
هغه له دې ځایه د سوریې د تل ابیض په سیمه کې د مشتو وسله والو ځواکونو سره د مخابرې له لارې خبرې وکړې او پر هغوی يي هره شیبه هر څه ته د پوره چمتوالي د نیولو امر وکړ.
هغه دلته خبري رسنیو ته وویل چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د ترکیې په مبارزې سترګې پټول او دا مبارزه نادیده نیول په اصل کې ړوندتوب، جهالت او کینه ده.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718911465)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718911465)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله