د جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې په مناسبت د ملي دفاع د وزیر پیغام

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د اکتوبر ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې  په مناسبت  د مبارکۍ  پیغام خپور کړ.

1296117
د جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې په مناسبت د ملي دفاع د وزیر پیغام

 

هغه به خپور کړي پيغام کې  په سوریه کې د سولې چینې د پوځي عملیاتو نه یادونه کړې او ویلي دي چې ددې عملیاتو یواځنۍ موخه  د داعش، پ ک ک  او د ددې ترهګري سازمان د څانګو وای پ جي او پ وای ډي  ختمول  دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د ترکیې وسله وال ځواکونه د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د خپلو سوري ورورنو ترڅنګ  د ترهګرو سازمانونو پر خلاف  کلک ولاړ دي.

همداشان  هغه  په خپور کړي پیغام کې د ترکیې جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې په اړه ویلي دي چې « د اتاترک په مشرۍ  د فداکارۍ او اتلولۍ  په پایله کې  د جوړ شوي  جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې نه په ډیر  ویاړ  او سرلوړۍ سره  لمانځه کوو.»

خلوصي اکار ویلي دي چې  ( جمهوریت پرته د قید او شرط نه د ملت  دی )  د اساس سره  او د خپل هدف د نه غلطولو سره  خپل لارې ته دوام  ورکوو. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په دوام  ټینګار کړی دی.

هغه ویلي دي چې په هیواد کې د وروستي ترهګر د لمنځه تلو پورې به  د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزه دوام وکړي. دا مبارزه به پایته ونه رسیږي.

هغه ویلي دي چې  د سولې چینې د پوځي عملیاتو نه د ترکیې هدف  د ترهګرو سازمانونو  چې غواړي سیمه د وینو پ جهیل بدله کړي  له منځه وړل  دي.

هغه د جمهوریت د ۹۶ یمې کلیزې له امله  ټولو ته مبارکي ویلې ده.



اړوند خبرونه