ترکیه : د سوریې په شمال کې د ترهګرو لپاره ټاکل شوی مهال ویش د ختمیدو په درشل کې قرار لري

ترکیه : د سوریې په شمال کې د ترکیې د پولو نه د ترهګرو د وتو بهیر د نږدې نه تعقیبوو.

1292573
ترکیه :  د سوریې په شمال کې د ترهګرو لپاره ټاکل شوی مهال ویش د ختمیدو په درشل کې قرار لري

 ترکیې ویلي دي چې د سولې چینې د پوځي عملیاتو په اړوند  د امریکا سره د شوي توافق  په چوکاټ کې  د امن لپاره د ټاکل شوي  سیمې نه د  ترهګرو  د وتو  بهیر  د نږدې نه  تعقیبوي. تر اوسه پورې  ددې سیمې نه  ۱۳۶ موټرې  وتلې دي.

دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت د عامه اړیکو مسئولې  ډګرمنې  نادیده شبنم اق توب  خبري غونډې ته وکړې. هغه  د سولې چینې عملیاتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغې وویل چې  د سولې  چینې عملیاتو په اړه  د امریکا متحده ایالتونو سره  د شوي توافق په چوکاټ کې د امن سیمې لپاره د ټاکل شوي  سیمې نه ترهګرو ته د وتو په خاطر  ۱۲۰ ساعته  مهال ویش ټاکل شوی وو. پدې موده کې به ترهګر د سیمې نه وځي، د هغوې نه به درندې وسلې راټولیږي  او  د هغوې اړوند ټول پوځي تاسیسات  به لمنځه وړل کیږي. ترکیه دا بهیر د ډیر نږدې نه تعقیبوي. پدې چوکاټ کې  تر اوسه پورې  ۱۳۶ موټرې د سیمې نه وتلي دي.

هغې وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په هغه سیمه کې چې تصفیه کړي  او  تر کنټرول لاندې نیولي دي  هر ډول امنیتي تدابیر نیولي او د ترمال  او شپې  لیدو کمرو او څار  پر فعالیتونو يي پیل کړی دی.

هغې ویلي دي چې ترکیې  د امریکا سره په شوي توافق  ټکي په ټکي  عمل کړی دی خو له بده مرغه چې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي لخوا  ددې توافق نه  ۴۲ ځلې سرغړونه شوې ده . همداشان  ددې تیریو او غړونو په مقابل کې  مشروع د مدافع حق نه کار اخیستی شو.

هغې وویل چې  د سولې چینې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې  ۱۶۰ سیمې  د ترهګرو نه  تصفیه او پاکې کړي او کنټرول مو پکې ټینګ کړی دی. همداشان  د عملیاتو په ترڅ کې  ۲۲۰۰ کیلومتره  سیمه  د ترهګرو نه تصفیه شوې ده . د عملیاتو پر مهال  جمعآ ۷۷۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په هغه سیمو کې چې  د ترهګرو نه نیول شوي او تصفیه شوي دي  د ژوند ورځنۍ چارې نورمال حالت ته اوښتو په خاطر  په سیمو کې  د ماینونو د پاکولو  او ترهګرو  لخوا د ځای په ځای شوو  بمونو او چاویدونکو توکود شنډولو  چارې په شدت سره دوام لري . تر ننه پورې  ۴۰ ماینونه او ۲۲۲  په لاس جوړ شوي  بمونه  د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.

هغې وویل چې  ترهګرو ته  د ټاکل شوي مهال ویش  د غځولو نیت نلرو  . دا مهال ویش  نن  شپه د ترکیې په ځايي وخت د شپې په لسو بجو پایته رسیږي.

هغې وویل چې ددینه وروسته به هم د ماینونو د شنډولو او چاویدونکو توکو د لمنځه وړو په خاطر  هلې ځلې  دوام لري که چیرې ددې عملیاتو پر مهال  ترهګر  مخې ته راشي  هغوې به هم  له منځه یوړل شي.



اړوند خبرونه