د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته سفر کوي

ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر په بلنه نن نوموړی‌ هیواد ته ځي

1292036
د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته سفر کوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  د یو یو ورځني‌ سفر په ترڅ کې روسیې  ته ځي.

ولسمشر اردوغان د روسیې  د ولسمشر  ولادیمیر پوتین په بلنه  نن  د روسیې  سوچي‌ ښار ته سفر کوي. ولسمشر اردوغان به په سوچي‌ کې  د ولسمشر پوتین سره  لیدنه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو اړیکو د ریاست  د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان به په سوچي‌ ښار کې  د ولسمشر پوتین سره دوه په دوه  د لیدنې  نه وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي.

ولسمشر اردوغان به د خپل روسي‌ سیال  سره  په لیدنه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو او د سوریې په ګډون  د سیمې  او نړۍ پر مهمو  مسئلو  خبرې وکړي.

ولسمشر اردوغان به  د پوتین  سره د سوریې په شمال کې جوړیدونکې  د امن سیمې  په مسسلې  په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.



اړوند خبرونه