د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق په اړه ګډه اعلامیه
د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق په اړه ۱۳ ماده ایزه ګډه اعلامیه
![د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق په اړه ګډه اعلامیه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a768/11d0/897b/5da95be8231dd.jpg?time=1718856464)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس په انقره کې د دوه په دوه او وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته د سوریې د شمال په اړه د ترکیې او امریکا ۱۳ ماده ایزه ګډه اعلامیه خپره شوه.
دا کډه اعلامیه په لاندې ډول ده.
۱ - ترکیه او امریکا د ناټو د سازمان دوه نږدې غړیو په توګه دا اړیکي تاییدوي.
۲ – امریکا د ترکیې په سویلي پولو کې ددې هیواد په مشروع امنیتي اندیښنو ښه پوهیږي. دواړه هیوادونه د سوریې د شمال په ګډون په سیمه کې د پرمختګونو په اړه د ګډو ګټو په رڼا کې د لا نږدې همکارۍ ترسره کول قبولوي.
۳ – ترکیه او امریکا ( مونږ ټول یو یو او زمونږ یو زمونږ ټول دي ) د درک سره د ناټو سازمان د خاورې او خلکو نه د ټولو تهدیدونو په مقابل کې د دفاع د تهداتو نه حفاظت کوي.
۴ - دواړه هیوادونه د انسان د ژوند،د بشري حقونو او دینې او قومي ټولنو نه د دفاع په برخه کې خپل تهدات نوي کوي.
۵ - ترکیه او امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته ژمن دي. همداشان دوه هیوادونه ددینه وړاندې د داعش تر کنټرول لاندې د سیمو د اوسیدونکو چې د خپل کور او کلو نه شړل شوي وو او په سیمه کې د موجودو زندانونو په مسئله کې هم همکارۍ ته ژمن دي.
۶ - ترکېې او امریکا د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې عملیاتو په چوکاټ کې یواځې د ترهګرو عناصرو او ددې عناصرو اړوند د مرکزونو، پنځایونو، موضع ګانو، وسلو او مهماتو مرکزونو، ډیپوګانو او نقلیه وسایطو باندې د برید کولو په مسئلې سره په توافق رسیدلي دي.
۷ – ترکیه د ترکیې د وسله والو ځواکونو تر کنټرول لانډې د امن سیمې په ټولو سیمو کې د خلکو سر او مال امنیت د ساتلو ژمنه کوي ، ملکي وګړو او ملکي بڼسټونو ته د ضرر نه رسولو په برخه کې د خپل وس او توانه پورې د هڅه کولو ژمنه کوي.
۸ - دواړه هیوادونه د سوریې د سیاسي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا او د سوریې اختلاف د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیره پریکړې په رڼا کې د خلکو په خاطر د ملګروملتونو په مشرۍ د سیاسي خپل ملاتړ تازه کوي.
۹ – دواړو هیوادونو د وای پ جي په لاس کې د موجودو درندو وسلو د راټولو او د وای پ جي مراکز، ټولې محاربوي موضع ګانو د لمنځه وړو او د ترکیې د ملي امنیت د اندیښنو د لمنځه وړو په خاطر د امن سیمې د جوړولو په اهمیت او موثریت باندې ټینګار کوي.
۱۰ – په لومړي قدم کې به د امن سیمې کنټرول د ترکیې وسله والو ځواکونو په لاس کې وي او دواړو خواوې به د امن سیمې د ټولو مسایلو په اړه همکارۍ کچه لوړوي.
۱۱ – ترکیه د سولې چینې پوځي عملیات د ټاکل شوې امن سیمې نه د ۱۲۰ ساعتونو په دننه کې په کامله توګه د وای پ جي د وتلو پورې دروي او د سیمې نه په کامله توګه د وای پ جي د وتلو نه د مطمئن کیدو نه وروسته عملیات پایته رسوي.
۱۲ – د سولې چینې عملیاتو د دریدو پدې موده کې به امریکا 'Blocking Property and Suspending Entry of Certain Persons Contributing to the Situation in Syria' تر عنوان لاندې د اکتوبر په ۱۴ مه نيټه د ولسمشرۍ د اجراییوي فرمان سره د لګول شوو تحریمونو نه اضافه تحریمونه نه لګوي او په کنګره کې به پدې اړه مناسبو چارو او سلامشورو ته زمینه برابروي. همداشان د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیره پریکړې په رڼا کې په سوریه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه د پرمختګونو په اړه سره توافق کوي. د سولې چینې عملیات د ۱۱م پراګراف په اساس د دریدو سره به پاس ذکر شوي د ولسمشرۍ د فرمان سره لګول شوي تحریمونه لرې کیږي.
۱۳ – دواړه هیوادونه پدې اعلامیه کې د ذکر شوو ټولو هدفونو د عملي کولو په خاطر په ګډه د کار کولو ژمنه او تعهد کوي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718856464)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718856464)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله