د ترکیې د دفاع وزیر امریکايي هئیت سره لیدنه وکړه

ترکیې دفاع وزیر امریکا د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ هیئت سره لیدنه وکړه

1289483
د ترکیې د دفاع وزیر امریکايي هئیت سره لیدنه وکړه

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د سوریې د روان بحران په مسئلې د خبرو په خاطر  پرون  ترکیې ته راغلي  د امریکا د ملي امنیت سلاکار روبیرت چارلس او براین  په مشرۍ  هیت    حضور ته قبول کړ.

د ملي دفاع وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د دفاع وزیر اکار  د امریکا د ملي امنیت سلاکار روبیرت چارلس اوبراین په مشرۍ هیئت چې  د سوریې په روان بحران د خبرو په خاطر پرون پلازمینې انقرې ته راغلي دي    حضور ته قبول کړ.

پدې لیدنه کې  په سوریه کې د ترکیې پر پوځي عملیاتو او یو زیات شمیر نورو مسئلو خبرې شوي دي.

د لیدنې د پوره جزیاتو په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه