التون : که نړۍ د ترکیې نه ملاتړ وکړي او که نه ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې ترکیه به د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د څرګندونو له مخې ، د عامه اړیکو رئیس التون د فرانسې د خبري آژانس فرانس پرس سره ځانګړې مرکه کړې ده .
هغه په سوریه کې د ترکیې د روانو عملیاتو په اړه پوښتنې ځواب کړي دي. هغه وویل چې ترکیه او امریکا د ۶۷ کلونو راهیسې د ناټو سازمان متفق غړي هیوادونه دي.
هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ځواکونو د کوریا نه نیولې تر افغانستان نه د نړۍ په یو زیات شمیر سیمو کې په ګډه جګړه کړې، وینې بهیدلي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.
ترکیې د داعش پر خلاف په مبارزه کې هم د امریکا نه قوي ملاتړ کړی دی.
هغه وویل چې د امریکا پخواني ولسمشر اوباما ادارې په ترکیه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې سره تعلیم او وسلو مرسته کړې .
التون وویل چې د اوباما ادارې په ترکیه کې د زرګونو تنو د قاتل ترهګریز سازمان پ ک ک سره د وسلو او تعلیم په برخو کې مرسته کوله. ددوې دا ګام ډیر خطرناکه او تر نن پورې لیدل شوی ندی. البته چې دا کار يي د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر کړی دی.
خو کله چې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې حاکمیت له منځه یوړل شو او په کامله توګه محوه شول همدې پ ک ک ترهګرې ډلې د امریکا نه د ترلاسه کړو وسلو او مهماتو سره په ترکیې بریدونه پیل کړل. د همدې امریکايي وسلو میلونه يي د ترکیې پر لورې راواړول.
ترکیې ددې په مقابل کې د امریکا نه پ ک ک ته ورکړو درندو وسلو د بیرته راټولو او هغوې ته د نورو وسلو او مهماتو د نه ورکولو غوښتنه وکړه خو له بده مرغه چې امریکا ددوې سره د وسلو او مهماتو مرستې ته دوام ورکړ.
ترکیه بالاخره مجبوره شوه چې په خپلو سویلي پولو کې د ترهګرو د دولت د جوړولو او د هغه خوا نه د مخامخو تهدیدونو د لمنځه وړلو په خاطر دا ګام اوچت کړي.
هغه وویل چې نن ورځ امریکا او د ناټو نورو غړیو هیوادونو چلند او دریځ په ترکیه کې د خلکو ترمنځه ډول ډول پوښتنې پيدا کړي دي.
دوي پوښتنه کوي چې د ناټو په سازمان کې د ترکیې نږدی متفق هیواد امریکا ولې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې پلوي نکوي؟ امریکا ولې په ترکیه کې د میشتو کډوالو د ستونزې لپاره د یوې مناسبې حل لارې په لټولو کې مرسته نکوي او یا پدې اړه خپل نظر نه بیانوي؟ امریکا ولې د سوریې په شمال کې د کډوالو لپاره جوړیدونکې د امن سیمې سره مخالفت کوي؟
التون وویل چې پدې وروستیو کې مونږ وینو چې ځینې امریکايي چارواکي د خپلو صلاحیتونو نه په استفادې سره په خبري رسنیو کې د سوریې په شمال کې ترکیې د پوځي عملیاتو د بد نامولو په خاطر د ناسمو خبرونو او ویدوګانو خپرولو ته اجازه ورکوي او پدې اړه کمپاین کوي. دوې د ترهګرو لخوا په ترسره شوو جنایتونو پرده غوړوي .
د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو پ وای ډي او وای پ جي په زرګونو ته داعشیان د زندانونو نه خوشې کول ولې څوک ددې مسئلې په اړه څه نه وايي؟ همدې ترهګرې ډلې د اسد د رژیم سره په تفاهم خپلې سیمې هغوې ته په خوشې کولو توافق کړی دی.
ترکیه د سوریې په شمال کې روان عملیات په ډیر شفافیت سره پر مخ وړي.
هغه وویل که چیرې نړۍواله ټولنه د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو سره د ترکیې روانې مبارزې نه ملاتړ وکړي او که نه خو ترکیه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. په ټولو خواوو غږ کوو چې ناسم او بې بڼسټه خبرونو او تبلیغاتو ته د پای ټکی کیږدي او ترکېې لخوا د نړۍوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ته ملاتړ وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.