ترکیې ملي دفاع وزارت په سوریه کې د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه

ترکیې ملي دفاع وزارت : په سوریه کې د سولې د چینې عملیات په ډیر بریالیتوب پر مخ روان دي

1288101
ترکیې ملي دفاع وزارت په سوریه کې د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه

د ترکیې د ملي دفاع وزارت  د سوریې  په شمال کې  د ترکیې لخوا د روانو سولې چینې په نامه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو  وروستۍ شمیره اعلان کړه.

د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د داعش، پ ک ک ، پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو ډلو پر خلاف  په روانو عملیاتو کې  ۵۹۵ تنه د پ ک ک، پ وای ډي او وای پ جي  ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا روان د سولې د چینې  پوځي عملیات په ډیر بریالیتوب سره  پر مخ  روان دي.

د ترکیې وسله وال ځواکونه  د سوریې د ملي اردو د ځواکونو په ملتیا  پرمختګ ته دوام  ورکوي.

د عملیاتو په ترڅ کې  وژل شوو ترهګرو شمیره  ۵۹۵ تنو ته  رسیدلې ده .


پيوندونه: #عملیات , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه