ترکیه یواځنی دولت دی چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف حقیقي مبارزه کړې او کوي.
ترکیه به د داعش پر خلاف مبارزې ته په همدې شان دوام ورکړي
د ترکیه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته ژمن دی او دې مبارزې ته به په همدې شان دوام ورکړي. دا خبره د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وکړه.
التون ویلي دي چې ترکیې خپل ټول پام د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته اړولی دی او دې مبارزې ته ژمن دی. داعش ترهګره ډله د ترکیې تر ټولو ستر دښمن دی او ددې دښمن د لمنځه وړو پورې به دا مبارزه دوام وکړي.
ترکیه د ترهګرو پر خلاف د مبارزې ته لاس نه اخلي.
هغه ویلي دي لکه څرنګه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تل وايي ترکیه یواځنی دولت دی چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف حقیقي مبارزه کړې او کوي.
هغه ویلي دي چې ترکیه په سوریه کې د موجودو داعشیانو پر خلاف د مبارزې هر ډول مسئولیت اخیستو ته تیار دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.