ترکیه په پاکستان کې  یو ۱۱۸ کلن تاریخي جومات چې د نړیدو د ګواښ سره مخامخ  وو له سره   جوړوي.

ترکیه د پاکستان یو تاریخي جومات له سره جوړوي

1283819
ترکیه په پاکستان کې  یو ۱۱۸ کلن تاریخي جومات چې د نړیدو د ګواښ سره مخامخ  وو له سره   جوړوي.
kizilay.jpg
kizilay.jpg
kizilay.jpg
kizilay.jpg

 

د ترکېې سرې میاشت د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ  په ښار کې  د حضرت ابراهیم په نامه د ۱۱۸ کلن جومات  چې د نړیدو د ګواښ سره مخامخ  دی  د له سره د جوړولو په  خاطر  د بڼسټ ډبره کیښوده.

پدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د ترکیې د سرې میاشتې د ادارې عمومي سکرتر حسین جان، د نړۍوالو پروګرامونو او عملیاتو مشر الپر اولوجا او د پاکستان هیت رئیس ابراهیم جارلوس جمیلو او یو زیات شمیر چارواکیو ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې دا تاریخي جومات په ۱۹۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی دی  چې اوس د نړیدو د ګواښ سره مخامخ  دی.

ویل کیږي  دا جومات د پاکستان د جهنګ ښار ته د راغلو یوې ډلې کډوالو لخوا په ۱۹۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی دی چې د زلزلو له امله  فعالیت يي دریدلی دی. د ترکیې د سرې میاشتې عمومي سکرتر حسین جان وویل چې ددې جومات د چپه کیدو د ګواښ سره د مخامخیدو په اړه مو خبر ترلاسه کړ او سمدلاسه مو ددې جومات له سره د جوړولو پریکړه وکړه. انشاالله چې ددې جومات د چارو د سرته رسیدو نه وروسته به دلته په ګډه لمونځ ادا کړو.

د نوموړي  جومات  د بیاجوړولو د پروژې مشر انجینیر وویل چې  دا جومات  د ډیرو بې کیفیته ساختماني توکو څخه جوړ شوی وو. د جومات تهداب  ډیر  په کمه اندازه ژور شوی وو چې د مرمت کولو  توان يي هم  نه درلود. د همدې امله  پریکړه وشوه چې  دا جومات  له سره  جوړ کړو.

هغه وویل چې ددې جومات چارې به د یو کال په دننه کې سرته ورسیږي او په یو وخت کې د ۷۵۰ تنو لمونځ کوونکو  د ځایدو په لویوالي سره  جوړیږي.

ددې جومات  ګنبد به  د شلو مترو په لوړوالي جوړه کړی شي.

ددې جومات  په سینګار  کې به ټول د  سیمه ایزو توکو ، تخنیکونو او کولتور نه کار واخیستل شي.

همداشان د ترکیې سرې میاشتې هیت  دلته  په سلو کورونو  د خوراکي توکو او ماشومانو باندې  د قرطاسیه  وویشله.



اړوند خبرونه