ترکیه په هر قیمت چې تمامیږي په سوریه کې د امن سیمه جوړوي

ترکیې  ویلي دي چې  د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځې برخې د ترهګرو نه د تصفیه کولو  او پدې سیمه کې د امن سیمې د جوړولو  لپاره  ژمن  یو.

1283567
ترکیه په هر قیمت چې تمامیږي په سوریه کې د امن سیمه جوړوي

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند  حامي  اقسوی  د سوریې په شمال کې  د فرات سیند په ختیځو برخو کې د امن سیمې د جوړولو اړوند د بعضو بهرنیو چارواکو  د څرګندونو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « د سوریې نه سرچینه اخیستونکې  د ترهګرو  د هر ډول تهدیدونو  په مقابل کې  د خپل ملي امنیت  په خاطر  تدابیر نیول  د ترکیې مشروع حق  دی. ترکیه د نړۍوالو حقوقو په رڼا کې د خپل دې مشروع حق نه  استفاده کوي.»

هغه وویل چې ترکیې  دا تدابیر په اصل کې تر ننه پورې د خپلو متحدینو سره په ګډه د نیولو په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي . « د سوریې په شمال کې د جوړیدونکي  امن سیمې نه  د ترکیې یواځنۍ موخه  د خپلو مشروع امنیتي منافعو نه  ساتنه  او په ډاډمنده  او داوطلبانه توګه  د په سلګونو زرو تنو سوري کډوالو خپل هیواد ته ستنولو سره  زمینه برابرول  دي.»

هغه زیاته کړه چې  د امریکا متحده ایالتونو  پوځي مقاماتو  د یادې شوې مسئلې په اړه تر اوسه پورې په خپلو کړو ژمنو  عمل ندی کړی.

لکه څرنګه چې ټولو ته  ښکاره ده د امریکا  امنیتي مسئولینو  د فرات سیند ختیځو سیمو اشغالوونکو  د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو ډلو سره  پر خلاف د ګام اوچتول خو په خپل ځای پریږده چې د هغوې سره  تل پوځي مرستې کړي او  د متحدوالي  د اړیکو سره په ټکر کې  دریځ  غوره کړی دی. ترکیه د نړۍوالې ټولنې د یو مسئول  غړي په توګه د هر ډول ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته ژمن  دی. د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګې پ وای ډي او وای پ جي چې  د داعش ترهګرې ډلې په څیر  یو هدف ته کار کوي زمونږ  د پولو پورې غاړې ته  د سوریې په خاوره کې  د  ترکیې  او د ترکیې  وګړو نه سربیره   پخپله  د سوري وګړو پر خلاف هم  ضد انساني او ضد بشري ظلمونه او جنایات  ترسره کړي او ترسره کوي يي. ترکیه  ددې ترهګرې ډلې  ددې ظلمونو  او جنایتونو په مقابل کې  چپه خوله او نندارچي  پاتې کیدای نشي. ترکیه د خپل ملي بقاء او پولو د امنیت په خاطر  د سوریې په شمال کې د فرات ختیځې برخې د هر ډول ترهګرو نه د تصفیه کولو سره  د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر  د امن سیمې جوړولو ته  ژمن  دی. همداشان ددې سره به د سوريې مځکنۍ بشپړتیا  او ملي یووالي ته  مخامخ  ستر ګواښ به هم  برطرفه کړي  او په سیمه کې به په راتلوونکې کې د داعش  په څیر  د هر ډول  ستونزو  ریښې وچې کړي  او نه تکراریدو په خاطر به يي زمینه برابره کړي.    



اړوند خبرونه