د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې ترکیه د چا تهدیدونو ته  غاړه نږدي .

فواد اوکتای په پلازمینه انقره کې د غازي پوهنتون د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ تعلیمي کال د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ.

1284017
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې ترکیه د چا تهدیدونو ته  غاړه نږدي .

 

هغه  دلته په خپله وینا کې  د سوریې په شمال ختیځ کې د فرات سیند ختیځو برخو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي  پر خلاف  د ترسره کیدونکو پوځي عملیاتو  ته په اشارې سره وویل « ترکیې د فرات ډال او عفرین  د عملیاتو سره  سیمه د ترهګرو نه  تصفیه کړه  او د ترکیې نه  ۳۷۰ زره تنو سوري کدوالو په داوطلبانه توګه خپلو سیمو ته  ستانه شول.

اوس  وار  د فرات سیند د ختیځو برخو رارسیدلی دی. ترکیه به پدې سیمه کې د امن  منطقه  جوړه کړي.

ترکیه ددې عملیاتو سره غواړي چې هم  خپلې سویلي پولې د ترهګرو د هر ډول  تهدیدونو نه  وژغوري او هم  سوري کډوالو  ته خپل هیواد ته په ډاډمنده توګه د بیرته سیتندو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه ددې احتمالي عملیاتو په اړه د نړۍوالې ټولنې  عکس العملونو په اړه وویل چې، ترکیې هیڅکله د چا تهدیدونو ته  غاړه نده ایښې او ددینه وروسته به يي هم  کینږدي. ترکیه داسې هیواد ندی چې د چا د تهدیدونو په اساس  حرکت وکړي.

کله چې د ترکیې  د امنیت مسئله  د بحث وړ وي  لکه څرنګه چې ولسمشر اردوغان په کراتو ویلي دي ترکیه خپله ستونزه  پخپله د حلولو توان لري. پدې برخه کې د هیچا شرط  او بل څه ته  غوږ نږدي  .

ترکیه به د خپلو سویلي پولو پورې غاړې ته په سوریه کې  هیڅکله هم  د ترهګري ډولت او دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي.



اړوند خبرونه