ولسمشر اردوغان : امریکايي ځواکونو د سوریې د شمال نه په وتو پیل وکړ

امریکايي ځواکونو د سوریې د شمال نه په وتو پیل وکړ. دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه.

1283068
ولسمشر اردوغان : امریکايي ځواکونو د سوریې د شمال نه په وتو پیل وکړ

 

ولسمشر اردوغان سربستان ته  د حرکت نه مخکې  د انقرې د ایسن بوغه  په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  تیره شپه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کړو ټيلیفوني خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « تیره شپه د ولسمشر ټرمپ سره  د ټیلیفوني خبرو نه وروسته لکه څرنګه چې پخپله ټرمپ هم  وویل  امریکايي  ځواکونو  د سوریې د شمال نه په وتو پیل وکړ. دا  کومه  نوې خبره نده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ټرمپ ډیر پخوا ددې ځواکونو د وتو امر کړی وو  که  د وتو بهیر ځنډول شوی وو  اوس يي په وتو پيل وکړ. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  لیدنې کتنې به دوام وکړي.

هغه وویل  د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځو برخو کې د ترهګرو پر خلاف د عملیاتو لپاره مو  پوره  چمتوالی  نیولی  او پلانونه يي سرته رسیدلي دي. لکه څرنګه چې مو پخوا هم  ویلي وو  یوه شپه به په ناڅاپي توګه په عملیاتو پیل وکړو. ترکیه د ترهګرو ګواښونه  منلی او زغملی نشي.

ولسمشر اردوغان د ټرمپ د بلنې په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « په لوی احتمال سره د راتلوونکي میاشتي  په نیمايي  کې به امریکا ته سفر وکړو. هلته به په مخامخ توګه د ترکیې او امریکا ترمنځه  او د سیمې د اړیکو په اړه  د خبرو او غور کولو  فرصت  پیدا کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په واشنګټن کې به  په ځانګړې توګه  د ټرمپ سره  د اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئلې وغږیږو. ځکه چې دا مسئله ډیره اوږده شوه. مونږ غواړو چې پدې سفر او لیدنه کې  دا مسئله  یوه طرفه کړو. د الوتکو  د پيسو په ټرانسفر کې  تر اوسه پورې کوم ځنډ ندی راغلی . ترکیې امریکا ته ۱ عشاریه ۴ میلیارده ډالړه ورکړي دي. پدې مسئلې به هم  خبرې وکړو.



اړوند خبرونه