د فتح الله ترهګریز سازمان اصلي څیره به ټولې نړۍ ته په ډاګه کړو

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د فتح الله ګولن  ترهګریز سازمان  اصلي څیره به ټولې نړۍ ته  په ګډه کړو.

1274406
د فتح الله ترهګریز سازمان اصلي څیره به ټولې نړۍ ته په ډاګه کړو

 

ولسمشر اردوغان  چې  د ملګروملتونو سازمان  په کلنۍ عمومي اسمبله کې  د ګډون په موخه د امریکا د نیویارک ښار ته سفر کړی دی  هلته په خپلو لیدونو کتنو پیل وکړ.

ولسمشر اردوغان  د ختیځ – لویديځ  انیستیتیوت لخوا د جوړ شوي ګردي میز په غونډه کې ګډون وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان  د ترک امریکن  د ملي شورا لخوا شوې په امریکا کې  د ترکانو، ترکتبارانو  او مسلمانانو په غونډه کې هم ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  دلته  پخپله وینا کې  د ۲۰۱۶ میلادي کال  د جولای په ۱۵ مه نیټه  په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې  کودتا ته په اشارې سره وویل « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر ترکیې ته د سپارولو  او په امریکا کې د روانو فعالیتونو د درولو په خاطر مو هر ډول  لازم اقدامات کړي دي  او ددینه وروسته به هم  دا اقدامات دوام وکړي. ستاسې  په مرسته به انشاالله ددې ترهګري سازمان  اصلي  څیره  ټولې نړۍ ته په ډاګه کړو  او په مخ يي راښکته کړی دا نقاب به خامخا  غورځوو. »

ولسمشر اردوغان د نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې  د داعش ، فتو او ددې په څیر  نورې ترهګرې ډلې او سازمانونه  چې  د اسلام پر نامه  اسلام ته ستر زیان رسوي  دوی  د امپریالیستو  ګوډاګان  او په پیسو پیرودي  عسکر  دي.

ولسمشر اردوغان  دلته په غیرې مستقیمه توګه پر امریکا او لویديځې نړۍ د سختې نیوکې سره وویل « هر هغه څوک چې د خپلو ګټو  او منافعو په خاطر ترهګرو ته په ټیلرونه ټیلرونه  وسلې او مهمات  ورکوي  دوی د هر تن مسلمانان  د بهیدونکي هر څاڅکې  وینې  مسئولین دي. پدې هر څاڅکې وینې کې چې بهول کیږي  دوی  شریک دي.»

ولسمشر اردوغان  په نیویارک  د ترکیې  د ځوانانو او روزنې  د خدماتو  ټولنې په ځوانانو  غږ وکړ  چې  « تل  ویښ اوسئ ، پام کوۍ  چې کله  د هغه  کسانو چې د جولای په ۱۵ مه په خپلو هیوادوالو  او خپل هیواد  بمونه ګوزارول  او بې ګناه انسانان يي په قتل رسول  د هغوې د فریبونو ښکار نشۍ. د ترکیې دولت  تر د ځوانانو نه ملاتړ کړی  او ددینه وروسته به هم  ملاتړ ته دوام  وکړي. »   

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې د سعودي  ژورنالست جمال قاشقچي  د جنایت  او په  مصر کې د لومړي منتخب ولسمشر محمد مرسي نه هم  یادونه وکړه.

هغه وویل که څوک  خوشحالیږي او که خفه کیږي  او که څوک کې  غواړي او که نه مونږ  هم  د قاشقچي  د جنایت  لټه کوو او هم  د مرحوم  محمد مرسي  د حقونو پوښتنه کوو.



اړوند خبرونه