که چیرې د امریکا سره روان مذاکراتو نه مثبته نتیجه ترلاسه نشي ترکیه به خپل پلان تطبیق کړي
اردوغان : که چیرې په سوریه کې د امن د سیمې په اړه د امریکا سره د روانو مذاکراتو نه د دوو اونیو په دننه کې نتیجه ترلاسه نشي ترکیه به د خپلو پلانونو په تطبیق پیل وکړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل که چیرې د سوریې په شمال کې د امن د سیمې په اړه د امریکا سره د روانو مذاکراتو په ترڅ کې تر دوو اونیو پورې مثبته نتیجه ترلاسه نشي ترکیه به خپل پلانونو په تطبیق لاس پورې کړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپې ماڼۍ د ملت د کانګرې او کولتور په مرکز کې د لوړو زده کړو د اکادمیک کال د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
هغه دلته په خپله وینا کې په سوریه کې د امن سیمې په اړه د امریکا سره د روانو مذاکراتو نه یادونه وکړه.
اردوغان زیاته کړه « که چیرې د دوو اونیو په دننه کې مثبته نتیجه ترلاسه نشي ترکیه به د خپلو پلانونو په تطبیقولو پیل وکړي. په راتلوونکو میاشتو کې رامنځته کیدونکي پرمختګونه به د سوریې د روان بحران برخلیک وټاکي چې ایا دا ستونزه د سهولت سره حل کیږي او که لا پسې ژوریږي. که چیرې د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځو خواوو ته سیمې د ترهګرو نه تصفیه شي او امنیت پکې ټینګ شي پدې سیمه کې په جوړیدونکي د امن په سیمه کې په ترکیه او اروپا کې میشت څه باندې درې میلیونه تنه سوري وګړي به ځای په ځای کړو.
مونږ د اروپايي هیوادونو نه هم د ادلب او هم د فرات سیند ختیځو سیمو په اړه د لا زیات قوي ملاتړ انتظار کوو. د عمل وخت رارسیدلی دی یواځې په خبرو څه نه کیږي.