ترکیې روسیې او ایران په ګډون د سوریې په اړه جوړې شوې درې اړخیزې سرمشریزې ګډه اعلامیه خپره کړه.
ترکیې روسیې او ایران ولسمشرانو د سوریې په اړه درې اړخیزه غونډه وکړه
پدې اعلامیه کې د سوریې په ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ارضي تمامیت او د ملګروملتونو سازمان په قواعدو او پریکړو د تعهد ټینګار وشو.
د ویلو ده چې تیره ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ایران د ولسمشر حسن روحاني په ګډون په پلازمینه انقره کې د سوریې په اړه درې اړخیزه سرمشریزه وشو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سرمشریزې نه مخکې لومړی د ایران او وروسته د روسیې د ولسمشر سره جلا جلا لیدنې وکړې.
وروسته مشرانو په درې اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړ.
د سرمشریزې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې په سوریه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه په سیمه کې هر ډول غیرې مسئول فعالیتونه په کلکه توګه رد شوي دي.
مشرانو د سوریې په شمال ختیځ کې د نوموړي هیواد ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته د پوره درناوي په چوکاټ کې د امنیت او ثبات په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
همداشان مشرانو د امریکا متحده ایالتونو لخوا د اشغال لاندې د ګولان غونډۍ د اسراییلو د خاورې په توګه په رسميت پیژندولو پریکړه چې د ټولو نړۍوالو حقوقو او تړونونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده په کلکو ټکو وغندله. مشرانو د امریکا دا پریکړه په سیمه کې سولې او ثبات پر وړاندې ستر ګواښ وباله.
په اعلامیه کې راغلي دي چې اسراییلو لخوا په سوریې پوځي بریدونو سره د نوموړي هیواد استقرار خراب کړی او د هیواد په ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ښکاره تیری دی. دې خبرې هم د سیمې امنیت د جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.
همداشان مشرانو په سیمه کې د روانو پرمختګونو او بشری وضعیت په اړه چې د هرې ورځې په تیریدو مخ په خرابیدو دی جدي اندیښنه ښودلې او تیریو د مخنیوي په خاطر د لازمو ګامونو د اوچتولو په مسلې تفاهم وکړ.
همداشان مشرانو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د سوریې د موجودې ستونزې حل لاره پوځي حل لاره نده . ددې ستونزې یواځنۍ حل لاره یواځې او یواځې د سوري د خلکو په مشرۍ او د ملګروملتونو سازمان په کوربه توب سیاسي حل لاره ده .
په اعلامیه کې راغلي دي چې د درې اړخیزو سرمشریزو په سلسله کې راتلوونکې سرمشریزه د ایران د ولسمشر حسن روحاني په غوښتنه په ایران کې د ترسره کولو پریکړه وشوه.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.