چاوش اوغلو: په هر قیمت چې کیږي ترکیه به په سوریه کې د امن سیمه جوړه کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل که چیرې  د امریکا متحده ایالتونو سره  په سوریه کې د امن سیمې په اړه  په تفاهم ونه رسیږو ترکیه مجبوره ده چې په یواځې ځان سیمې ته داخل شي.

1266817
چاوش اوغلو: په هر قیمت چې کیږي ترکیه به په سوریه کې د امن سیمه جوړه کړي

 

هغه  دا څرګندونې  په پلازمینه انقره کې  د مونتینګرو د بهرنیو چارو وزیر سرژان دارمونیچ سره  دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه  په سوریه کې د ترکیې او امریکا د ځواکونو لخوا د ګډې ګزمې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکا سره  په سوریه کې د امن سیمې د جوړولو په اړه مذاکرات پيل شوي دي او پدې اړه لومړی ګام هم اوچت شوی دی. ګډ عملیاتي مرکز  جوړ شوی دی. مونږ ددینه د یو ښه پیل په توګه  یادونه کوو.

چاوش اوغلو  ددې سربیره  امریکا ته  غوڅ  پیغامونه او خبرداری هم  ورکړ. هغه وویل چې مونږ  ولې امریکا ته خبرداری ورکوو؟ دا ځکه چې  نه غواړو د منبج دویمه  پيښه تکرار شي. به بده مرغه چې امریکا متحده ایالتونه  د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې میشت  ترهګرو سره  قوي اړیکي لري او د خپلو دې قوي اړیکو له امله پدې ندي توانیدلي  چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

هغه وویل که چیرې ننیو حالاتو ته  دقت شو  امریکا هم  پدې ډیر ښه پوهیږي چې د ترکیې  هره خبره د کاڼي کرښه وه.

دم ګړۍ ترکیه او امریکا په سیمه کې د ګډې ګزمې چارې پر مخ وړي. په نورو برخو کې  تر اوسه پورې کوم ګام  ندی اوچت شوی. داسې ښکاري چې امریکا یو ځل بیا غواړي چې ترکیې ته  فریب ورکړي ځکه چې  پدې اړه يي  په هلو ځلو پیل کړی دی. خو دا حالات  د یو داسې هیواد لپاره چې  تل په نړۍ کې ځان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو په لومړي کتار کې یادوي  د خواشینۍ  او عبرت نه ډکه  خبره ده. نن مونږ  د یو داسې هیواد نه بحث کوو چې  پرته یو ترهګریز سازمان په یواځې ځان د ګام اوچتولو توان هم  نلري. د یو داسې هیواد نه چې ځان د ترکیې ډیر نږدې متفق  بولي.

چاوش اوغلو امریکا د یو پلو نه ترکیې سره  د تفاهم  او ګډو ګامونو اوچتولو  نه یادونه کوي او د بله پلوه  بیا  په سیمه کې  د ترهګري سازمان سره  مرستو ته دوام  ورکوي. هغه  زیاته کړه چې  د فرات د سیند ختیځې برخې  د ترهګرو نه  تصفیه کول د ترکیې د ملي امنیت په برخه کې تر ټولو مهمه مسئله.

ترکیه به پدې برخه کې هیچا ته  ګذشت ونکړي. ځکه چې نن کوچنۍ  خود ګذري  په راتلوونکي  کې ډيرې سترې ستزې ستوتزې رامنځته کولای شي.

هغه  زیاته کړه لکه څرنګه چې ولسمشر اردوغان په کراتو ویلي دي که چیرې امریکا په خپلو کړو ژمنو  عمل ونکړي  او یو ځل  بیا ترکیې ته د فریب ورکولو هڅه وکړي  او یا هم  ددې روانو مذاکراتو ته کومه نتیجه ترلاسه نشي  ترکیې ځواکونه به په یواځې ځان سیمې ته  داخل شي او د عفرین او نورو سیمو په څیر  به  دا سیمې هم  د ترهګرو نه تصفیه کړي. ترکیه به په یواځي ځان د امن سیمه  جوړه کړي  او په سیمه کې به امنیت ټینګ کړي.



اړوند خبرونه