ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
1260424
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د دفتر د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سوریې په مسلې او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په فرانسه کې جوړه شوې د جي ۷ سازمان په سرمشریزه کې د ایران په اړه د اوچت شوو مثبتو ګامونو او په ترکیه کې د امریکا د سفیر د دندې د پیلولو له امله خپل ممونیت اظهار کړ.
دواړو مشرانو سوداګریز حجم ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته د رسولو په مسئلې یو زیات بیا ټینګار وکړ او د سوریې د ادلب په ښار کې د ملکي وګړو نه د دفاع او نوي بشري تراژیدۍ د مخنیوي په خاطر چې د اسد د رژیم د سختو بریدونو لاندې قرار لري د همکاریو په دوام تفاهم وکړ.