روسیې ترکیې ته د اس ۴۰۰ توغندیو د سیستم د انتقال دویم پړاو پيل کړ

روسیې ترکیې ته د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا توغندیو د سیستم  د سپارولو په لړ کې  دویمه  دستګاه  ترکیې ته تسلیم کړه.

1259268
روسیې ترکیې ته د اس ۴۰۰ توغندیو د سیستم د انتقال دویم  پړاو پيل کړ

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت  د مسئلې په اړه  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې

« ترکیې د دافع توغندیو په برخه کې د خپلې اړتیا له مخې  د ۲۰۱۷ میلادي کال  د اپریل په ۱۱ مه نيټه  د روسیې نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا توغندیو د سیستم  د رانیولو په خاطر  تړون لاسلیک کړ. ددې تړون  له مخې  روسیې  د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په ۱۲ مه نيټه  ترکیې ته د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا توغندیو د سیستم  په سپارولو پیل وکړ. روسیې  ترکیې ته د اس ۴۰۰ دافع هوا توغندیو د سیستم  لومړۍ برخه  تسلیم کړه. د دویمې برخې  د انتقال چارې د اګست په ۲۷ مه رسمآ پیل شو. پدې چوکات کې روسیې  د اس ۴۰۰ سیستم  دویمه  دستګاه  د ترکیې د پلازمینې انقرې د مرتد هوايي هډې ته  راانتقال کړه . د دویم  پړاو  انتقال چارې به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.

روسیې  د نوموړي سیستم  ترکیې ته سپارولو  لومړنی پړاو  په ۱۵ ورځو کې سرته ورسولی وو. روسیې په ۳۰ الوتکو کې د اس ۴۰۰ توغندیو دستګاه ګانې او تجهیزات  ترکیې ته راانتقال کړل.

دویم  پړاو  د سرته رسیدو نه وروسته به بیا دریم  او وروستی  پړاو ترکیې ته راانتقال کړی شي. »



اړوند خبرونه