اردوغان  د روسیې تر ټولو د پرمختللو  پنځم نسل جنګي الوتکو او چورلکو نه لیدنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې تر ټولو د پرمختللو  پنځم نسل جنګي الوتکو او چورلکو نه لیدنه وکړه.

1259358
اردوغان  د روسیې تر ټولو د پرمختللو  پنځم نسل جنګي الوتکو او چورلکو نه لیدنه وکړه.
erdogan-putin.jpg
erdogan-putin.jpg
erdogan-putin.jpg

 

ولسمشر اردوغان روسیې ته د خپل سفر په چوکاټ کې  د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ملګرتیا په مسکو کې جوړ شوي د ماکس ۲۰۱۹ کال د هوايي او فضايي چارو د نړۍوال نندارتون نه لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان نن د سهار په ساعتونو کې  د یو ورځني سفر په ترڅ کې مسکو ته  سفر وکړ.

د ولسمشر اردوغان نه د مسکو ژوکوفسکي  په هوايي ډګر کې  د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مقاماتو، په مسکو کې د ترکیې لوی سفیر محمد سامسار او زیات شمیر نورو کسانو لخوا هر کلی وشو.

ولسمشر اردوغان  د خپل روس سیال پوتین سره د لیدنې نه وروسته  په مسکو کې جوړ شوي  د ماسک ۲۰۱۹ کال د نندراتون په پرانیستو کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته لنډه وینا هم  وکړه.

ولسمشر اردوغان وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  سره  په ګډه د نندارتون نه لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان پدې نندارتون کې د روسیې تر ټولو د پرمختللو او نوي نسل جنګي الوتکو نه هم  لیدنه وکړه او په اړه يي معلومات واخیستل.

ولسمشر اردوغان او پوتین د الوتکو او چورلکو د په زړه پورې نندارې نه هم لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه