د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بري د اونۍ په مناسبت پیغام خپور کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اګست میاشت وروستۍ اونۍ د ترک تاریخ د بري اونۍ ده. د مالازګیرت بری زمونږ لپاره لارښود دی او تل به مونږ ته لار وښايي.

1258596
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بري  د اونۍ  په مناسبت  پیغام  خپور کړ.

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بري  د اونۍ  په مناسبت  پیغام  خپور کړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان به خپل پیغام کې لیکلي دي چې  په ۱۰۷۱ کې  د مالازګیرت  د ستر بري سره  اناتولیا زمونږ  د ملت  په وطن بدل شو او د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۲ کلونو ترمنځه  د ستر بري  سره  زمونږ ملت ټولې نړۍ ته خپل بری  یو ځل بیا  اعلان کړ.

همداشان  د اګست د ۳۰ د ستر بري  سره  زمونږ  د ټولو  ګډ میراث د جمهوریت نظام  بنسټ کښودل شو.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې  ویلي دي چې  د مالازګیرت د ستر بری  او وروسته د ستر تعرض د ستري  بري له امله د اګست وروستۍ اونۍ په ډیر ویاړ سره  په هیواد کې د ظفر د اونۍ په توګه لمانځو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د تاریخ په اوږدو کې  زمونږ  د یووالي  او اتحاد  پر خلاف هر ډول  اقدام  او برید  زمونږ  د ملت لخوا په شا تنبول شوی دی. د ۱۰۷۱ د مالازګیرت د ستر بري سره پیل شوی  زمونږ دا  سپڅلی  او مقدس  مزل د ۱۹۲۲ کال د اګست په ۳۰ مه نيټه د دومپلوپنار د ستر بري سره  تاجداره کړ. دې ستر بري  زمونږ  عزیز ملت ته  د روښانه راتلوونکي  په لاره کې  یوه ډیره مهم  حمله وه. زمونږ ملت ته يي مورال  او طاقت ورکړ. د جمهوریت د اعلانیدو نه وروسته په چټکۍ سره  د پرمختګ پر لورې ګامونه اوچت شوي دي.

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي  پیغام کې  ویلي دي چې  د مالازګیرت بري زمونږ د ملت  تقدیر  بدل کړی  او اناتولیا کې د تاریخ په اوږدو کې  ورورولۍ، همغږۍ، مرستې او مدنیت د بڼسټ ایښودو  په لاره کې  لومړی ګام  بلل کیږي.

سلطان الپ ارسلان چې په اناتولیا کې  د عدالت او مرحمت پر بڼسټ ولاړ ادارې سره  د سولې ، ثبات او همغږۍ  بڼسټ کیښود د ځان نه وروسته د نورو مشرانو لپاره هم  په ښه لارښود  بدل شوی دی.



اړوند خبرونه