د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک په مرکزونو درانده هوايي بریدونه وکړل

ترکیې د عراق په شمال کې د ترهګرو په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل

1254630
د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک په مرکزونو درانده هوايي بریدونه وکړل

د ترکیې  هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په مرکزونو  درانده هوايي بریدونه کړي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې د پنجې په نامه د روانو پوځي عملیاتو سره په همغږۍ کې  د قندیل په سیمه کې د ترهګرو په پټنځایونو  درانده هوايي بریدونه کړي دي.

پدې بریدونو کې  ۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. همداشان  د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند  یو زیات شمیر  د وسلو او مهماتو ډیپوګان، پټنځایونه، کمپونه  او د تجمع مرکز  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه