د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک په مرکزونو درانده هوايي بریدونه وکړل

ترکیې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په مرکزونو هوايي بریدونه کړي

1253617
د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک په مرکزونو درانده هوايي بریدونه وکړل

د ترکیې هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې  د زاپ، ګارا، قندیل او اسوس  په سیمو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې  په یو زیات شمیر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د ترکیې ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې  روان  د پنجې په نامه د عملیاتو سره په همغږۍ کې  د زاپ، ګارا، قندیل او اسوس په سیمو کې د پ ک ک  ترهګرې ډلې په تثبیت شوو پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

ددې هوايي عملیاتو په نتیجه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان، پتڼځایونه، د تجمع مرکزونه  او کمپونه  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه