ترکیه : امریکا ته به اجازه ورنکړو چې د امن سیمې جوړول وځنډوي

چاوش : د امن د سیمې په اړه ځینې مسئلې شتون لري چې تر اوسه پرې توافق ندی شوی

1252966
ترکیه : امریکا ته به اجازه ورنکړو چې د امن سیمې جوړول  وځنډوي

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  امریکا متحده ایالتونو سره  په ګډه د سوریې په شمال کې  پلان شوې  د امن د سیمې د جوړولو په مطابقت کې  یو زیات شمیر  مسئلې  شتون لري چې تر اوسه پورې  جزیات معلوم ندي.

چاوش اوغلو  دا څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې  د سیرا لئون  د بهرنیو چارو وزیر او نړۍوالو همکاریو د چارو وزیر نابیلا تونیس سره  د لیدنې نه وروسته خبرې غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې اوس هم  یو زیات شمیر مسئلې شتون نلري چې جزیات يي معلوم ندي. د ترکیې بې پيلوټه یا ډرون الوتکو په هغه سیمه چیرته چې  د امن سیمې د جوړولو  پلان  جوړ شوی دی  په الوتنو پيل کړی دی. هغه زیاته کړه چې اصلي هدف  د امن سیمه  جوړول  او د سیمې نه د وای پ جي او پ ک ک ترهګرې ډلې  ځالې وچول دي.

چاوش اوغلو وویل چې  د امریکا  سره  د امن سیمې د لویوالي په مسئلې ځینې اختلافات  شتون  لري  خو د  امریکا  ولسمشر ټرمپ  د ۲۰ میلیو  ژمنه کړې ده.

هغه وویل چې د سیمې نه باید  لومړی  د وای پ جي ترهګره  ډله  وویستل شي.

همداشان  هغه زیاته کړه چې  دا ځل به د امریکا  لخوا مسئلې او د امن سیمې د جوړولو  د  ځنډولو  تخنیکونه  ونه چلیږي. ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې دا بهیر وغځول شي.

امریکا د منبج په مسئله کې ترکیې ته ډیر زیات فریب ورکړ  او بهیر يي وځنډول خو دا ځل  به  انشاالله چې  دیته اجازه ورکړل شي.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکا  اوس هم  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو سره  د ټيلیر ټیلیر  وسلو او مهماتو مرسته کوي. امریکا په هر قیمت چې کیږي باید دا مرستې ودرولي.

همداشان  چاوش اوغلو د اف ۳۵ ډولو الوتکو په اړه  وویل چې ددې پروژې په رسمی  توګه ترکیه تر اوسه پورې ویستل شوې نده.



اړوند خبرونه