ترکیې وسله وال ځواکونه د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي
د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او بهر د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي.
1246600
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د پنجنې په نامه د پوځي عملیاتو سره په هماهنګۍ کې د زاپ او متینا په سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
پدې بریدونو کې ۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. همداشان په بریدونو کې د ترهګرو اړوند ځینې هدفونه لمنځه وړل شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې د هیواد دننه د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې د شرناق ولایت د اولودرې په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ترهګر د خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای له منځه وړل شوي دي. په سیمه کې عملیات دوام لري.