ترکیې د سوریې په شمال کې د امن د سیمې د جوړولو په مسئله کې یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړ.
ترکیه : د امریکا سره په تفاهم د نه رسیدو په صورت کې به په یواځې ځان په سوریه کې د امن سیمه جوړه کړو.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی وویل چې په سوریه کې د امن سیمې په مسئلې د امریکا سره په تفاهم د نه رسیدو په صورت کې به ترکیه په یواځې ځان د امن سیمه جوړه کړي.
هغه دا څرګندونې د امن د سیمې په اړه د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیم جیفري د څرګندونو په غبرګون کې وکړې.
د ویلو ده چې د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیفري په سوریه کې د امن سیمې په اړه ویلي دي چې « د امن د سیمې د مسئلې په اړه تر اوسه پورې د ترکیې سره په تفاهم ندي رسیدلي. هغه ویلي دي چې پدې اړه مذاکرات دوام لري. ترکیې ته مو خپلو وړاندیزونه کړي دي »
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د جیفري د څرګندونو په غبرګون کې وویل « د امریکا وړاندیزونه کافي ندي. ترکیه نور ددې مسئلې د لا زیات غځیدو زغم نلري. او چاته د نوموړې مسئلې د غځیدو اجازه هم نه ورکوي. د امن په سیمې د امریکا سره په تفاهم د نه رسیدو په صورت کې ترکیه مجبوره ده چې په یواځې ځان دا اقدام وکړي او په سیمه کې د امن سیمه جوړه کړي. »