ابراهیم ارن : د ترکیې خلک د ټی آر ټي په خبرونو پوره اعتماد او باور لري

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس  ابراهیم  ارن وویل چې  « زمونږ  ملت  د ټي آر ټي په خبرونو او پروګرامونو پوره باور لري.»

1244964
ابراهیم ارن : د ترکیې خلک د ټی آر ټي په خبرونو پوره اعتماد او باور لري

 

هغه دا څرګندونې  په استانبول کې د ټي آر ټي په کوربه توب جوړه شوې د اسیا پاسیفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې  په پنځمه نړۍواله غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې  د اسیا پاسیفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې د مرستیالۍ مسئولیت په غاړه لري. په ننۍ غونډه کې چې  د ټی ار ټي په کوربه توب جوړه شوې ده  د نړۍ د ۳۵ هیوادونو نه څه باندې ۱۲۰ تنو میلمنو ګډون کړی دی.

هغه وویل چې  سږنۍ غونډه  په ژورنالیزم کې اعتماد  او حقیقت  تر عنوان لاندې جوړه شوې ده .

هغه زیاته کړه چې د دولتۍ رسنیو په توګه  نن  ورځ  زمونږ  تر ټولو  ستره ستونزه  د اعتماد  مسئله ده. ځکه چې نن ورځ  لیدونکي او اوریدونکي  په زرګونو  خبري رسنیو او سرچینو ته  لاس رسی  لري. هره ورځ د ټولنیزې مډیا له لارې په سلګونو خبرونه  وینو او اورو. د همدې امله  په نړۍواله کچه  د فک نیوز په توګه مشهور  درواغ او ناسم  خبرونه  ډیر زیات  خپریږي. د همدې امله  زمونږ په څیر  دولتي رسنیو ته   د پخوا په پرتله  د سمو خبرونو  د رسولو په برخه کې  لا زیات  مسئولیت  په غاړه کیږي.

هغه وویل چې  څه باندې  یو کال کیږي چې  د ټی آر ټي خبر تلویزیوني کانال  د لیدنې کچه  تر هر وخت  په لوړه سویه کې قرار لري.

هغه وویل  زمونږ  هیوادوال د ټي آر ټي په خبرونو پوره باور او اعتماد لري. زمونږ د ټي آر ټي په توګه تل هڅه کوو چې خپلو لیدونو او اوریدونکو ته  حقیقي  او سم  خبرونه ورسو. د هر خبر  د خپرولو پر مهال  دا خبر  په کراتو کنټرولیږي تر څو  غلط او ناسمه  معلومات  لیدونکو ته وړاندې نشي. ټي ار ټي هره ورځ په سلګونو او په اونۍ کې په زرګونو نوي خبرونه  نشروي. ددې خبرونو د ټولو کنټرول هم  ډیر ګران کار دی.

هغه وویل چې نن ورځ پداسې  وخت کې قرار لرو  چې  خبر په ډیره کمه موده کې زړیږي. همداشان لیدونکي او اوریدونکي هم  شیبه په شیبه د تازه  خبر تمه او انتظار کوي.

دا خبره  مونږ  په واقعیت سره چې د ستونزو سره مخامخوي.

هغه وویل  وروستیو  پيښو  مونږ ته یوه ډيره مهمه  خبره رازده کړه چې داده چې  د اعتماد وړ نشراتو  ترسره کول  ډیر زیات اهمیت لري. ځکه لیدونکي او اوریدونکي د اعتماد وړ خبر  پر مهال  د هغه  د تایید په خاطر  نور هڅه نکوي. هغه  پدې پوهیږي چې  دا خبره  د اعتماد وړ دی.



اړوند خبرونه