په سوریه کې د فرات سیند خیتځ کې د ترهګرو لمنځه وړو ته ژمن یو . اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په سوریه کې د فرات سیند ختیځه برخه کې  د پ ک ک  د ترهګرو  په کامله توګه لمنځه وړو ته ژمن یو.

1243076
په سوریه کې د فرات سیند خیتځ کې د ترهګرو لمنځه وړو ته ژمن یو . اردوغان

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په پلازمینه انقره کې  د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي شوراګانو د مشرانو په غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ټول پوهیږۍ  ترکیې  د روان میلادي کال د مې د میاشتې په ۲۷ مه نيټه  د عراق په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف د پنجې په نامه پوځي عملیات  پیل کړل.

هغه وویل تیره ورځ  د عراق په شمال کې د اربیل په ښار کې د ترکیې د قونسلګرۍ په ډیپلوماټانو وسله وال برید وشو. دا برید پخپله په سیمه کې د ترهګرو په اړه زمونږ اندیښنې او د عملیاتو  ضرورت  تاییدوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې عملیاتو نه زمونږ  موخه  په پوله کې د سارپ  د  غرونو پر ځای  په همواره  سیمه کې د پ ک ک سره  مقابله کول او د هغوې په مقابل کې یو امنیتي دیوار جوړول دي.

کله چې  مونږ  پدې وتوانیدو انشاالله چې په سیمه کې به د ترهګرو په نامه  کوم تهدید  پاتې نشي.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې په سوریه کې د جوړیدونکي امن سیمې  په مسئلې د امریکا متحده ایالتونو سره د روانو مذاکراتو په اړه هم  معلومات ورکړل.

هغه  وویل په هر قیمت چې کیږي  ترکیه په سوریه کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د ترهګرو ریښې  وچولو  او د هغوې  دهلیزې له منځه وړولو ته  ژمن  ده.

ولسمشر اردوغان  د روسیې نه اخیستل شوو اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا سیستم په اړه وویل چې  د بسته بندۍ  او روزنې  چارې پیل شوي دي. ددینه وروسته به د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې په ترکیه کې  اس ۴۰۰ دافع هوا سیستم  په فعالیت پيل وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان وویل که چیرې امریکا ترکیې ته د اف ۳۵ دوله الوتکو د ورکولو نه انکار وکړي ترکیه به خپل تدابیر ونیسي. د نورو هیوادونو سره به پدې برخه کې په خبرو پیل وکړي. خپله اړتیا به له بله ځایه  تامین کړو.

ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې سره  اړیکو ته په اشارې سره وویل چې « ترکیه اوس هم  د اروپا ت رټولو نږدې، تر ټولو قوي، د اروپا په ګټه او د هر پلوه د ځانګړي پوناشیل خاوند  تر ټولو ښه دوست  هیواد دی. مونږ  غواړو چې په همدې شان پاتې شو. کافي ده چې  اروپایان هم  ورته  نیت ښکار کړي. هر هغه څوک چې زمونږ پر لورې د دوستۍ  یو ګام  اوچت کړي مونږ يي پر لورې لس ګامونه  اوچتو. »



اړوند خبرونه