د ترکیې د حقاري په ولایت کې  ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.

په حقاري ولایت کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات ترسره شول

1242946
د ترکیې د حقاري په ولایت کې  ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.

 

د ترکیې  امنیتي ځواکونو  په حقاري ولایت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.

د حقاري ولایت  ژاندارم ځواکونو قومندانۍ  منسوبینو  د یوکسک قوا  ولسوالۍ د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات ترسره کړ.

دې عملیاتو چې هوايي ملاتړ هم  ترشا درلود  ۸ تنه ترهګر پکې له منځه یوړل شول.

په سیمه کې عملیات اوس هم  دوام لري.



اړوند خبرونه