د ترکیې د ملي دفاع وزیر د هیواد د قوتونو د قومندانانو سره غونډه وکړه

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د امریکا متحده ایالتونو  نه د راغلي هئیت سره  د لیدنې نه وروسته نن  د ترکیې د وسله وال پوځ  د قوتونو د قومندانانو سره غونډه وکړه.

1242510
د ترکیې د ملي دفاع وزیر د هیواد د قوتونو د قومندانانو سره غونډه وکړه

 

پدې غونډه کې  په سوریه کې  د فرات سیند  په ختیځو سیمو کې د ترهګرو پر خلاف په احتمالي عملیاتو  خبرې وشوې.

د ترکیې د دفاع وزیر اکار د نوموړې غونډې په اړه وویل چې « ترکیې خپل نظریات  او وړاندیزونه  امریکايي هئیت ته  وړاندې کړل. د هغوې نه مو هر څه ژر  د ځواب  غوښتنه وکړه. دا خبره مو ورته هم  وکړه چې  نور د انتظار  تحمل  او صبر نلرو، د اړتیا په صورت کې  د خپلو امکاناتو نه کار اخیستی شو. »

د ویلو ده چې  د ترکیې د ملي دفاع وزیر  د تیرې دوشنبې په ورځ  په انقره کې د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی  جیمز جیفري حضور ته منلی وو. همداشان  پدې لیدنه کې  د دواړو هیوادونو د پوځي هئیتانو ترمنځه  په سوریه کې جوړیدونکي د امن سیمې په اړه په مشترکه د کار کولو  په مسئلې سره په تفاهم  رسیدلي وو. دینه وروسته د دواړو هیوادونو  پوځي هئیتانو ځینې مشترکې غونډې هم  وکړې.

د ترکیې د دفاع وزیر وویل چې  امریکايي هئیت سره  په لیدنه کې د اف ۳۵ ډوله الوتکو په اړه هم  د ترکیې دریځ  وړاندې کړ. هغه وویل امریکايي هئیت ته په مو په ټینګار وویل چې  ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئله کې امریکا باید د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته د زیان رسوونکو هر ډول  ګامونو اوچتولو نه ډډه وکړي. اف ۳۵ ډوله الوتکې د ناټو د غړي او امریکا د نږدې متحد په توګه د ترکیې حق  دی. همداشان ترکیې ته د نوموړو الوتکو د نه ورکولو په صورت کې مجبور یو چې بدیلې لارې چارې ولټو. د بدیلو لارو د موندولو پر مهال  بیا  هیڅوک د نیوکې  حق  نلري.



اړوند خبرونه