د لوزان د معاهدې د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوزان معاهدې  د کلیزې  په مناسبت  په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي « هیڅ  کوم سرپټی  او  یا  د ښکاره   تحریم  ګواښ  ترکیه  د پر حق  دعوا  نه  لاس په سر کولای نشي.

1241526
د لوزان د معاهدې د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

 

په ختیځه مدیترانه او سوریه کې  د ترکیې لخوا اوچت شوي ګامونه  د ترکيې او قبرس د ترکانو د حقونو نه د دفاع په برخه کې  زمونږ  د حساسیت  ښکارندويي کوي.

ترکیه  د خپلې خپلواکۍ، بقاء  او  هیوادوالو د امنیت پر وړاندې  د هر ډول تهدیدونو د لمنځه  وړو  د توان او طاقت نه برښمند  هیواد  دی.

ولسمشر اردوغان  د لوزان  د معاهدې  د ۹۶ یمې کلیزې په مناسبت  پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې « نن د ترکیې جمهوریت د تاسیس د سند  د لوزان د سولې د معاهدې  د لاسلیکیدو د ۹۶ یمې کلیزې  لمانځه کوو . همداشان  ددې سره  سم  سږ کال  د استقلال او خپلواکۍ د مبارزې د پيل  د ارزوروم د کانګرې د سلمې کلیزې سره سمون خوري.

ترک  ملت  د نړۍ تر ټولو  د زبرځواکو پوځونو په مقابل کې  د خپلواکۍ  مبارزه  وګټله  او دا  ستر  بری  بیا  د لوزان د سولې د معاهدې سره  تاجداره کړه.

د ترکیې جمهوریت د یوې پیړۍ  مخکې په څیر نن ورځ هم  د خپلې خپلواکۍ، بقا‌ء او وګړو د امنیت او ثبات  ته د مخامخو هر ډول  تهدیدونو د لمنځه وړو طاقت  او توان خاوند هیواد  دی. پدې وروستیو کې په ختیځې مدیترانه  او د سوریې په شمال کې د ترکیې لخوا اوچت شوي ګامونه  د ترکیې د وګړو او قبرس د ترکانو د حق او حقوقو نه د دفاع په لاره کې  زمونږ  د قوي حساسیت ښکارندويي کوي.

هیڅ ډول  ښکاره او سرپټو  تحریمونو  ګواښونه  ترکیه د خپل پر حق  دعوا نه  لاس په سر کولای نشي. پدې وسیله  د لوزان د سولې د معاهدې د لاسلیکیدو  د ۹۶ کلیزې له امله  د ترکیې د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک او خپلو ټولو شهیدانو ته  د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو  او خپلو غازیاتو ته  درناوی کوو.»



اړوند خبرونه