ترکیې  د افغانستان د کندهار په ولایت کې  د امنیې پر قومندانۍ  ډله ایز برید په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې د کندهار برید په کلکو ټکو وغنده

1238548
ترکیې  د افغانستان د کندهار په ولایت کې  د امنیې پر قومندانۍ  ډله ایز برید په کلکو ټکو وغنده.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د افغانستان د کندهار د ولایت د امنیې پر قومندانۍ  ترسره شوی  ترهګری  برید په کلکو ټکو غندو.

په بیان کې راغلي دي « په ډیرې خواشینۍ سره  مو  تیره ورځ  د افغانستان په کندهار ولایت کې د امنیې پر قومندانۍ  ترهګري برید د ترسره کیدو  نه چې په پایله کې په لسګونو تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده  خبر ترلاسه کړ. ترکیه  دا  برید په کلکو ټکو غندي، د پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفاء  او د قربانیانو د کورنۍ  او دوست  او ورور هیواد افغانستان ملت او حکومت ته  د صبر غوښتنه کوو او د تسلیت مراتب  ورته وړاندې کوو.»

د ویلو ده چې  پرون  د مازیګر  په ناوخته ساعتونو کې  په کندهار ولایت کې د امنیې پر قومندانۍ ډله ایز برید وشو چې په پایله کې ۱۱ تنو ژوند  د لاسه ورکړ  او نږدې ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

همداشان  دې برید  د ځاني زیانونو سربیره  د پام وړ مالي زیانونه هم  اړولي دي. د کندهار  د امنیې قومندانۍ تر څنګ  د ګمرک په ریاست کې ولاړو یو زیات شمیر لاریو  اور اخیستی دی.



اړوند خبرونه