روسیه ترکیې ته اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو سوقیاتو ته دوام ورکوي

روسیه ترکیې  ته د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو  د سپارولو  لړۍ ته دوام  ورکوي.

1237651
روسیه  ترکیې ته اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو سوقیاتو ته دوام ورکوي

 

پدې چوکاټ کې  ۱۶ مه الوتکه  پلازمینې انقرې ته  راورسیده.

ویل کیږي د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سوقیات د پلان په مطابق  پر مخ  روان دي.

د نوموړي  دفاعي سیستم  پرزه جات  او سامان آلات  په ځانګړو الوتکو کې ترکیې ته راوړل کیږي.

د اس ۴۰۰ اوږد واټنه  دفاعي توغندي  په دریو پړاونو کې ترکیې ته سپارل کیږي.

لومړني دوه پړاوه يي د هوا له لارې  او یو پړاو يي بیا د سمندر له لارې ترکیې ته راوړل کیږي.

ویل کیږي  د نوموړي سیتسم تر ټولو مهم  توغندي  به  د سمندر له لارې په ځانګړو کښتیو کې ترکیې ته راوړل شي.

ویل کیږي  په ترکیه کې  د اس ۴۰۰ اوږده واټنه دفاعي توغندیو  د سیستم  د بسته بندۍ نه وروسته به  په ټاکل شوو ځایونو کې ځای په ځای کړی شي.



اړوند خبرونه