چاوش اوغلو : د اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو په اړه تصمیم د ترکیې لپاره کوم اهمیت نلري
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د پلټون درې کښتۍ لري او څلورمه به هم واستوي.
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو شمالي مقدونیا ته د خپل سفر په دویمه ورځ د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر نیکولا دیمیتروف سره ولیدل.
چاوش اوغلو ددې لیدنې نه وروسته په پلازمینه اوسکوپ کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د اروپايي ټولنې لخوا په ترکیې د بعضو بندیزونو د پریکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « د اروپايي ټولنې دې پریکړې ته د بندیزونو نوم ورکول په اصل کې دا مسئله جدي نیول دي. خو زما په اند د اروپايي ټولنې دا پریکړه باید ډیره زیاته جدي ونه نیسو.
اروپايي ټولنې ترکیې ته د مالي مرستو یو زیاته برخه وار د مخه قطع کړي دي. دا ډیرې ساده مسئلې دي چې په ترکیې هیڅډول منفي اغیزې کولای نشي. همداشان بانکونو ته توصیه ورکول دا د اروپايي ټولنې بوه بله ستونزه ده. ترکیه اروپايي ټولنې ته نه بلکې اروپايي ټولنه ترکیې ته اړتیا لري. هغوې پخپله هم پوهیږي چې ددوې دا پریکړه عملي جنبه نلري. هغوې د سویلي قبرس د خوشحالولو لپاره داسې یو تصمیم نیولی دی. خو تر ټولو مهمه مسئله او ستونزه د شمالي قبرس د ترکانو په حقونو سترګې پټول او نه تضمین کول دي.»
وزیر چاوش اوغلو وویل چې د اروپايي ټولنې دا ډول تصامیم په اصل کې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د فعالیتونو د ډیرولو لامل ګرځي. دم ګړۍ ترکیه په ختيځه مدیترانه کې درې د پلټنې کښتۍ لري ، په نږدې ورځو کې به څلورمه هم واستو.
هغه په سویلي قبرس غږ وکړ چې د اروپايي ټولنې شاته مه پټیږي ستاسې اصلي مخاطب شمالي قبرس ترک جمهوریت دی. د سویلي قبرس اداره باید هر څه ژر د عقل سلیم نه کار واخلي.
وزیر چاوش اوغلو د اف ۳۵ ډوله او اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه روانې ستونزې ته په اشارې سره وویل چې اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د اف ۳۵ ډوله الوتکو لپاره هیڅدول کوم تهدید ندی مخامخ کړی. ځکه چې ددې توغندیو د سیستم کنټرول په کامله توګه ترکیې ته ورکول کیږي. د بې ځایه جنجالونو رامنځته کولو ته اړتیا نشته. دا مسئله پایته رسیدلی او ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سپارولو لړۍ پیل شوې ده.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.