ترکیې هوايي ځواکونو په پ ک ک ترهګرو درانده بریدونه وکړل

د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د متینا په سیمه کې په ترسره کړو هوايي بریدونو کې  لږ تر لږه ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل.

1235742
ترکیې هوايي ځواکونو په پ ک ک ترهګرو درانده بریدونه وکړل

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د عراق په شمال کې د پنجې په نامه د روانو عملیاتو سره په هماهنګۍ کې  د متینا په سیمه په ترسره شوو هوايي بریدونو کې ترهګرو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

پدې عملیاتو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د وسلو او مهماتو ډیپوګان، پټنځایونه، د تجمع مرکزونه ، کمپونه  او مراکز له منځه وړل شوي دي.

د بله پلوه  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د پنجه  دوه په نامه  پوځي عملیات هم  په بریالیتوب سره  پر مخ روان  دي. ددې عملیاتو په لړ کې هم  ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د ویلو ده چې د نوموړو عملیاتو لړ کې چې د  مې په ۲۷ مه پيل شوي  تر اوسه پورې ۷۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. ددې سره سم  د عراق په شمال کې په هوايي بریدونو کې ۱۷۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه