اردوغان : ترکیه د اس ۴۰۰ توغندیو د رانیولو سره د چا سره د جګړې نیت نلري

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د روسیې نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو  د رانیولو یواځنی هدف  په سیمه کې د سولې ټینګښت  او د ترکیې د ملي امنیت ساتنه ده.

1235802
اردوغان : ترکیه د اس ۴۰۰ توغندیو د رانیولو سره د چا سره د جګړې نیت نلري
erdogan istanbul gazeteciler1.jpg

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې  د هیواد د چاپي او تصویري رسنیو د استازو، بعضو لیکولانو او اکاډیمسینانو سره  په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو  د رانیولو سره  جګړې ته  چمتوالی نه نیسي. ددې سیستم  د رانیولو  نه زمونږ  یواځنی هدف  د سیمې سوله  او د هیواد د ملي امنیت ساتنه ده. د دفاعي صنایعو په برخه کې زمونږ د ټولو هلو ځلو  او اقداماتو اصلي هدف همدا خبره ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې ته  د اس ۴۰۰ اوږد واټنه  توغندیو  د سپارولو لړۍ پیل شوې ده . دا سیستم  په دریو پړاونو کې ترکیې ته سپارل کیږي. سیستم  د سپارولو چارې به  د ۲۰۲۰ کال  د اپریل په میاشت کې سرته ورسیږي .

د روان کال  تر پایه به  ددې سیستم  ډیری  پرزې او سامات آلات  ترکیې ته وسپارل شي. هغه وویل چې د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو  کنټرول  او سوق او اداره به په کامله توګه  د ترکیې په لاس کې وي.

هغه وویل چې  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو تړون د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو مهم  تړون  دی. هغه وویل چې  دا سیستم په اصل کې د ناټو سازمان هم  لا پسې پياوړی  او غښتلی کوي. ناټو سازمان باید ددې سیستم  له امله خوښي وښايي.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو سره  څه ربط  لري ؟ داسې وویل، اس ۴۰۰  سیستم  د اف ۳۵ ډوله الوتکو سره هیڅډول کوم ربط نلري. دا یو دفاعي سیستم  دی  او ۳۵ ډوله جنګي الوتکې تعرضي  وسله ده.

ترکیه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پروژې شریک  هیواد دی  او تر اوسه پورې ددې الوتکو د رانیولو په خاطر یو میلیارده  او ۴۰۰ میلیونه ډالره  ورکړي دي. هغه د بعضو امریکايي چارواکیو ددې څرګندونو په اړه چې ویلي دي چې  که چیرې ترکیه اس ۴۰۰ دفاعي توغندي  راونیسي  امریکا به ورته اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورنکړي  داسې وویل ، پدې مسئله کې د امریکا ولسمشر ښاغلی  ټرمپ  د ټیټپوړو چارواکیو سره  همنظره  او همفکره  ندی. ددې خبرې ژوندی  مثال  د جاپان د اوساکا په ښار کې  په ګډه خبري غونډه کې  د ولسمشر ټرمپ څرګندونې دي. هغه  هر څه  په ډاګه  وویل چې پدې برخه کې ترکیه مقصره نده. ددې په هیله چې  د اف ۳۵ ډوله الوتکو په برخه کې  بل ډول  پرمختګ رامنځته نشي.

ولسمشر اردوغان  د امریکا  د کانګرس لخوا د   CAATSA د قانون له مخې  د تحریمونو په اړه  وویل ، ترکیې  د روسیې سره  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  قرارداد  ددې قانون د تصویبیدو نه مخکې لاسلیک کړی وو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د امریکا ولسمشر ټرمپ ددې قانون  په چوکاټ کې پر ترکیې د هر ډول  تحریمونو د لګولو  د مخنیوي  او ځنډولو پوره صلاحیت لري. پدې برخه کې  باید  ټرمپ  یوه منځلاره  پيدا کړي. ترکیه د اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکو شریک  هیواد دی. پيسې مو هم  وار د مخه ورکړي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په راتلوونکو ورځو کې به د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره  خبرې هم وکړي.

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه وویل چې  د عراق په شمال کې د پنجې او پنجې دوه  په نامه د عملیاتو نه وروسته به ددې سیمې نه ترکیې ته مخامخ ټول تهدیدونه لمنځه یوړل شي.

ولسمشر اردوغان وویل ددې عملیاتو سره به په سوریه کې د فرات سیند په ختیځ کې د ترهګرو د دهلیز  وروسته  نقطه  وتړل شي. د هغوې پلان به په سیند لاهو شي.



اړوند خبرونه