نن د جولای ۱۵ مه په ترکیه کې د دیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ سره سمون خوري

نن  د جولای ۱۵ مه په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا د ترسره شوي کودتا  د دریمې کلیزې سره سمون خوري.

1235897
نن د جولای ۱۵ مه په ترکیه کې د دیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ سره سمون خوري
fuat oktay.jpg

 

د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د   ګولن ترهګري سازمان  په ترکیه کې  خونړۍ کودتا تشبص  وکړ. دې خدا ناترسه  او ظالمانو  پدې ورځ په سلګونو تنه  بې ګناه  کسان په شهادت ورسول او په سلګونو تنه نور يي ټپيان کړل.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای  د جولای د ۱۵ مې د کودتا  د دریمې کلیزې په مناسبت  پیغام خپور کړی دی.

مرستیال ولسمشر په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د جولای  په ۱۵ مه شپه  د ترهګرو  د کودتا  چټله  لوبه  د الله تبارک و تعالی په عنایت  او د عزیز ترک ملت د عظیمې ارادې  په پایله کې  ناکامه شوه. دا داستان به زمونږ د قیام  روح  د ابده پورې ژوندی  وساتي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  د کودتا د دریمې کلیزې په مناسبت  د ټولنیزې مډیا له لارې پیغام خپور کړی دی.

هغه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  د جولای د ۱۵ مې کودتا په کلیزه کې د ډیموکراسۍ  او وطن  په خاطر خپل خوږو  ژوند قرباني کړو اتلو شهیدانو نه په درناوي سره  یادونه کوو او د الله د دربار څخه ورته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو. د غازیانو د زړورتیا  او سرښندنې  قدرداني کوو. د عزیز  ترک ملت  د یو وګړي په توګه  چې  د کودتا په مقابل کې کودتا وکړه  په خپل دې زړور او میړانه  ملت  ویاړم.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم  د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت  پيغام خپور کړی دی.

همداشان د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم  د جولای د ۱۵ مې د کودتا د کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړی دی.

هغه په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د جولای د ۱۵ مې په شپه  زمونږ  ملت  یو داسې  د قهرمانۍ  او میړانتیا  داستان  لیکلی دی  چې  بیان يي ناممکنه  دی. ددې داستان تر ټولو مهم  پيغام دادی چې په ترکیه کې ددینه وروسته د کودتاګانو دوره  پایته رسیدلې ده. ملت هیچا ته د کودتا اجازه نه ورکوي.  



اړوند خبرونه