د نن نه ۳ کاله مخکې پدې ورځ د ګولن ترهګري سازمان په ترکیه کې کودتا وکړه

نن  د جولای ۱۵ مه نيټه  ده چې په ترکیه کې  د ګولن ترهګري سازمان لخوا د ترسره شوي کودتا د تشبص  د دریمې کلیزې سره سمون خوري.

1235930
د نن نه ۳ کاله مخکې پدې ورځ د ګولن ترهګري سازمان په ترکیه کې کودتا وکړه
15 temmuz askeri darbe girişimi.jpg
15 temmuz.jpg
15 temmuz, tank.JPG
15 Temmuz Kahramanlık Destanı 9.jpg
15 Temmuz_İstanbul.jpg

 

د نن نه پوره درې کاله مخکې د ۲۰۱۶ میلادي کال  د جولای په ۱۵ مه نيټه  د ګولن ترهګري سازمان په ترکیه کې د کودتا  تشبص وکړ.

د ګولن  یا فتو  ترهګري  سازمان  په ترکیه کې دیموکراتیک نظام  له منځه وړو په خاطر  د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۱۵ مه نيټه د خپل دې شوم پلان د عملي کولو په خاطر  په حرکت پیل وکړ. دې ترهګري سازمان  ددې کودتا په پایله کې ۲۵۱ تنه په وطن او دیموکراسۍ مین انسانان په شهادت ورسول  او ۲۱۹۴ تنه نور يي  ټپیان یا غازیان  کړل. د فتو ترهګري سازمان  د کودتا  دا شوم  پلان  په پلازمینه انقره کې جوړ کړی وو.

د فتو ترهګري سازمان  څه باندې ۸۰۰۰ زرو تنو  غړیو  چې  د ترکیې د وسله وال پوځ په منځ  کې ځالې جوړې کړې وې او ځای په ځای شوي وو  پدې کودتا کې ۳۵ جنګي الوتکو، ۳ جنګي کښتیو، ۳۷ جنګي چورلکو، د ۷۴ ټانکونو په ګډون د ۲۴۶ زغروالو موټرو  او څه باندې ۴۰۰۰ میله سپکو وسلو نه کار واخیسته. دا کودتا د ترکیې په تاریخ کې د یوې تورې لکې په توګه  ثبت شوه.

ددې کودتا  پلان  د پلازمینې انقرې د اقنجي په پوځي هډه کې  جوړ شوی وو. همداشان  د کودتا  اقدام  او پيل هم  د همدې پوځي هډې نه  وشو.

د کودتا  پر مهال  کودتاچیانو د ولسمشرۍ ماڼۍ عمومي سکرتر فخري قاسرګا  او هغه  وخت لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار برمته  ونیول .

کودتاچیانو  د جنګي الوتکو سره چې د پلازمینې  انقرې  د پاسه يي په ډیره  ټیټه ارتفاع کې الوتنې کولې  لومړی  د ملي شورا پر وړانۍ، وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ، د انقرې د امنیې پر قومندانۍ، د ملي استخباراتو پر ریاست، د ځانګړو ځواکونو  پر مرکز  او ترکسات  په ودانۍ  بمونه  ګوزار کړل.

د پلازمینې انقرې په مختلفو  سیمو کې د پوځي قرارګاه ګانو او قشلو نه  ټانکونه  او زغروالې  موټرې لارو او سړکانو ته  راوویستل شول.

په استانبول کې بیا کودتاچیانو د شپې د لسو بجو پر مهال  لومړی  د استانبول  د اروپا او اسیا پلوونو  نخلوونکي د فاتح سلطان احمد خان   پل کې د ټانکونو په درولو سره  یوه  پټۍ  د ټرافیک پر مخ وتړله. د پل  د پاسه  په راټولو شوو  ملکي وګړو يي  ظالمانه  او خونړي بریدونه وکړل.

وروسته  یوې ډلې کودتاچیانو  د استانبول د ولایت د نیولو  په خاطر په حرکت پيل وکړ او بې ډلې بیا  د اتاترک نړۍوال هوايي دګر د نیولو  هڅه پیل کړه.

کودتاچیانو  د استانبول د اتاترک د نړۍوال هوايي دګر کنټرول په لاس کې ونیو  او ټولې الوتنې يي وځنډولې. اف ۱۶ جنګي الوتکو د هوايي ډګر  د پاسه په ډیرېه ټیټه ارتفاع کې په الوتنو پيل وکړ. جنګي الوتکو د مساپر وړونکو الوتکو  د کیناستو او الوتنو مخه ونیوله.

پداسې حال کې چې په پیل کې  څوک  پدې نه پوهیدل چې  دا به  د کودتا  اقدام  وي  د وخت لومړی وزیر بنعلي ییلدرم  د شپې په ۱۱ بجو او ۲ دقیقو د یو تلویزیون سره  اړیکه ټینګه وکړه او وویل چې  په لوی احتمال سره چې  دا  د کودتا اقدام وي. لومړي وزیر وویل چې  ددې کودتا  مسئولین  به په ډیره  سخته توګه  مجازات  شي.

کودتاچیانو  د یو پلو نه  د جنګي چورلکو سره  د ملي استخباراتو په ریاست  بریدونه پيل کړل  او د بله پلوه  د ولسمشرۍ د تشریفاتو د غنډ کودتاچیانو  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون  د نیولو په خاطر  په حرکت پيل وکړ. کودتاچیانو  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د نیولو نه وروسته د شپې په ۱۲ بجو او ۱۳ دقیقو  په زور سره  اعلامیه  خپره کړه .

ددینه سمدلاسه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د شپې په ۱۲ بجو او ۲۴ دقیقو  د سي ان ان ترک تلویزیوني کانال سره  د ټیلیفون له لارې په ویدیويي بڼې سره  اړیکه ټینګه کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  له بده مرغه چې د ترکیې د وسله وال پوځ په منځ کې د یوې ډلې  لخوا د کودتا اقدام  شوی دی. ولسمشر اردوغان وویل چې  دا موازي  بڼسټ  غړي  کودتاچیان  د بیروني هڅونو په پایله کې  پداسې یو اقدام  لاس پورې کړی دی  او ددې اصلي لارښوونکي نور څوک  دي.

ولسمشر اردوغان د ترکیې په ملت غږ وکړ چې ددې کودتاچیانو په مقابل کې لارو او سړکانو ته راووځي او ددوې  ددې وحشي او ظالمانه اقداماتو مخه ونیسي.

ترک ملت  د ولسمشر اردوغان دې غږ او غوښتنې ته  د لبیک په ویلو سره  لارو او سړکانو ته  راووتل .

د ترکیې په دیموکراسۍ او وطن مینو خلکو  د هیواد په څلورو ګوټونو کې لارو او میدانونو ته  راووتل  او د کودتاچیانو په مقابل کې  غږ اوچت کړ. په پلازمینه انقره او استانبول کې په سلګونو زره تنه  په وطن مین  کسان  د کودتاچیانو د ټانکونو  مخو ته يي ځانونه واچول، د ټانکونو او د ټوپکونو د ملونو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې  او د خپلو خوږو ځانونو په بدل کې  د کودتا دا ناوړه  اقدام  ناکامه کړ.

دې کودتا  د سبا ورځې د ماسپخین تر ساعتونو دوام  وکړ  خو په پایله کې  ترک ملت  کودتاچیانو ته  نه هیریدونکی  سبق ورکړ  او کودتا ناکامه شوه.

همداشان  کله چې  کودتاچي  عسکر  پدې پوه شول چې کودتا ناکامه شوه  ډله ډله  د ځانونو په تسلیمولو يي پیل وکړ. لومړی د سهار په ساعتونو کې د ستر درستیزوالۍ په قرارګاه کې ځای په ځای شوو کودتاچي عسکرو ځانونه پولیسو ته تسلیم کړل. لنډه موده وروسته د ترکیې ځانګړي ځواکونه  د لوی درستیزوالۍ ودانۍ ته ننوتل.

د ترکیې د وخت لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۶ نیټې د ورځې په ۱۲ بجو او ۵۷ دقیقو  د چانکایا د ماڼۍ نه  اعلان وکړ چې کودتا اقدام  ناکامه شو  او کودتا  په شا وتنبول شوه.

د ویلو ده چې  د ترکیې میړانه او په وطن مین  ملت  د کودتا د ناکامیدو نه وروسته هم  تر ډیره وخت  په میدانونو کې  د ډیموکراسۍ  نوبت  ته  دوام ورکولو. د ترکیې ملت  د کودتاچیانو په مقابل کې د ښودلي زړورتیا  له امله یو داسې داستان ولیکه  چې تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شو.  


پيوندونه: #فتو , #ګولن , #کودتا , #ترکیه

اړوند خبرونه