ترکیې وسله وال ځواکونه د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ځالو د وچولو په موخه  پيل شوي  د پنچې دوه په نامه  د پوځي عملیاتو د پلان په چوکاټ کې دویم تعرضي عملیات پيل شول.

1235228
ترکیې وسله وال ځواکونه د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

 

د ترکیې  د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له  مخې  دا عملیات په ډیر بریالي  توګه پرمخ روان دي.

په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې  توپچي ځواکونو  د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په ۱۲ مه نيټه  د عراق په شمال کې  د ترهګرو په پټنځایونو  د ترسره کړو بریدونو په تعقیب سره  د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې  کوماندو غندونو د پلان په مطابق  په تثبیت کړو سیمو نوي تعرضي عملیات پیل کړل.

په بیان کې راغلي دي چې ددې عملیاتو نه  د ترکیې هوايي ځواکونه هم  پوره ملاتړ کوي.

ددې عملیاتو په ترڅ کې به د حاکورک په سیمه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  اړوند ټول پټنځایونه، د تجمع مرکزونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان  له منځه یوړل شي. عملیات به دوام وکړي.



اړوند خبرونه