ولسمشر اردوغان د نړۍوالو محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د بهر میشتوترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست لخوا د بهرنیو محصلینو لپاره جوړ شوي د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې بهرنیو محصلینو ته په خطاب کې چې په ترکیه کې د لوړو زده کړو د پایته رسولو نه وروسته فارغ شوي وو وویل « تاسې هر یو زمونږ لپاره خپل هیواد ته د ستنیدو نه وروسته په خپلو خپلو هیوادونو کې د ترکیې استازي هستئ. تاسې هر یو په خپل هیواد کې زمونږ د هیواد د ماموریت مشران یاست. زمونږ هدف تر ۲۰۲۳ کاله په هیواد کې د نړۍوالو محصلین شمیره ۲۰۰ زرو تنو ته اوچتول دي. »
ولسمشر اردوغان فارغ شوو محصلینو ته وویل « خوا داعش ترهګره ډله وي، خوا پ ک ک ، خوا فتو او خوا نیونازي ترهګره ډله . دا ټول قاتلین غواړي چې مونږ او اسلامي نړۍ ته ډول ډول دسیسې جوړې کړي او مونږ په خپلو دامونو ګې ګیر کړي. ستاسې د ټولو نه زما غوښتنه چې ددوې د دسیسو او دامونو ښکار نشئ. ځکه چې دا ټول د یوې سوړې ماران دي. د یوې سکې جلا جلا مخونه دي.
دا ټول د منبې نه تغذیه کیدونکي پارازیت دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله