په سیرت ولایت کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

د ترکیې  د سیرت په ولایت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په برید کې یو تن سرتیری  شهید  او یو تن بل  ټپي شو.

1229954
په سیرت ولایت کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د سیرت ولایت د ایروح په ولسوالۍ کې  د پ ک ک ک ترهګرې ډلې لخوا پر امنیتي ځواکونو  برید وشو. په برید کې یو تن  سرتیری په شهادت ورسید.

ویل کیږي  برید د ایروح  ولسوالۍ اړوند  د اق میشي په سیمه کې  شوی دی.امنیتي ځواکونو  د برید نه وروسته په سیمه کې  د هوايي ځواکونو پر ملاتړ پراخه  عملیات پیل کړي دي.

پدې عملیات کې  د اټاک جنګي چورلکو هم  ګډون کړی دی. عملیات دوام لري.  



اړوند خبرونه