د ترکیې ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان ، امریکا او اروپايي ټولنې پر خلاف سخت غبرګون وښود

ولسمشر اردوغان د چین نه هیواد ته د راستنیدو پر مهال ډیرې مهې څرګندونې وکړې

1229925
د ترکیې ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان ، امریکا او اروپايي ټولنې پر خلاف سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو سازمان لخوا د پ ک ک ترهګري سازمان  د څانګي  تش په نامه  د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو  د یو قومندان سره  د هوکړه لیک د لاسلیکولو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو سازمان  دا عمل  په هیڅډول د منلو وړ ندی.

ولسمشر اردوغان  د چین د پلازمینې  بیجینګ نه د ترکیې پر لورې د حرکت کولو نه مخکې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  د ملګروملتونو سازمان لخوا د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګې  تش په نامه  د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو  سره  د تړون د لاسلیکولو په غبرګون کې وویل « د ملګروملتونو سازمان لخوا د یو ترهګري سازمان سره  مخاطب کیدل، دا ترهګری سازمان په یو رسمي میز  کینول  او هغه سره  د تړون لاسلیکول  دې ترهګرو ته  د رسمیت ورکولو په معنا دي. دا  عمل  رزالت  دی. دا عمل د منلو وړ  ندی. دا مسئله باید  همداسې پاتې نشي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نوموړي  رسوايي نه ډک  تړون   پر خلاف  مو په ملګروملتونو سازمان کې   په قانوني چارو پیل کړی دی.

ولسمشر اردوغان  د اف ۳۵ ډوله الوتکو  د مسئلې په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، امریکا وايي  که چیرې د روسیې نه اس ۴۰۰ توغندي  ترلاسه کړۍ  اف ۳۵ ډوله الوتکې نشۍ ترلاسه کولې. ترکیه د اف ۳۵ دوله الوتکو  د پروژې  شریک  هیواد دی.

ولسمشر اردوغان وویل « که چیرې  تاسې د خپل یو جنس  د پلورلو لپاره  مشتري لټوۍ ، یو مشتري  پیدا شي، هغه مشتري  ستاسې د جنس  پيسې هم  وخت په وخت  درکړي. ته  په کوم حق  ددې مشتري  مال  نه ورکوې. که چیرې  مشتري ته  خپل مال نه سپارې  دا په ښکاره توګه  غصب  دی . »

ولسمشر اردوغان  د ایران او امریکا ترمنځه  د روانو جنجالونو په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې . هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  کیدای شي ترکیه  د ایران او امریکا ترمنځه د منځګړتوب  دنده  په غاړه واخلي؟ داسې وویل ، د جاپان د لومړي وزیر شنزو ابې سره  په لیدنه کې هغې  داسې یو وړاندیز وکړ. هغه وویل چې ایا کیدای شي چې په ګډه داسې یو مسئولیت په غاړه واخلو. ما ورته په ځواب کې وویل چې  هو  ولې نه. کولې شم  چې  هم  د ایران د ولسمشر حسن روحاني او هم  د ایران د دیني رهبر علي خامنه يي سره وګورم. که چیرې غواړۍ  په ګډه دا لیدنې هم  ترسره کولې شو.

ولسمشر اردوغان  په لیبیا کې د حفتر د ځواکونو لخوا   د ترکي وګړو  د تښتولو  او  وروسته د خوشې کولو د مسئلې په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې.

هغه ویل چې  د ملګروملتونو سازمان باید  د لیبیا د مسئلې په اړه لازم ګامونه اوچت کړي. خلیفه حفتر اوس مهال په لیبیا کې  په ټولې معنا سره  یو غیرې قانوني  حرکت  پيل کړی دی. هیڅډول قانوني  موقف نلري. ولسمشر اردوغان وویل چې تر ننه پورې د حفتر سره  ندي لیدلي. هغه وویل  هیله لري چې  په لیبیا کې ازاده  ټولټاکنو ته  زمینه برابره شي.

ولسمشر اردوغان  په ختیځه مدیترانه کې  د انرژۍ د پلټون په مسئله کې  د روان کړکیچ په اړه  د قبرس سویلي برخې  ادارې  او اروپايي ټولنې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  تر اوسه پورې په ختیځه مدیترانه کې  ټول ګامونه د حقوقو په چوکاټ کې اوچت کړي دي. که چیرې  زمونږ پر وړانډې  داسې څوک  راوځي  چې ووايی حقوق نه پیژندي بیا  د هغوې په ژبه به ورسره  خبرې وکړو. د سویلي قبرس  ادارې تر ننه پورې هیڅوخت د حقوقو په چوکاټ کې حرکت ندی کړی.

اروپايي ټولنه هم  په ورته ډول . دا ټول غاصبین  دي. هغه کسان چې پدې سیمه کې هیڅډول حق  او حقوق  نلري  ځانته  د حق او حقوقو ورکول  د منلو وړ خبره نده.   



اړوند خبرونه