د ترکیې  په پلازمینه انقره کې  د نړۍوالو زده کوونکو لپاره د اتم ځل لپاره د فراغت  مراسم  جوړ شول.

د ترکیې د بورسونو سره ترکیې راغلو ۱۵۰۰ تنه بهرنیو محصلینو د لوړو زده کړو د سرته رسولو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړ

1230289
د ترکیې  په پلازمینه انقره کې  د نړۍوالو زده کوونکو لپاره د اتم ځل لپاره د فراغت  مراسم  جوړ شول.
abdullah eren.jpg

 

د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو  د ریاست  د تحصیلي بورسونو سره  په ترکیه کې د لوړو زده کړو ترسره کوونکو محصلینو لپاره  تیره ورځ په پلازمینه انقره کې  د فراغت مراسم  جوړ شول.

پدې مراسمو کې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  پدې مراسمو کې  ۱۵۰۰ تنو  بهرنیو محصلینو  د فراغت  سندرونه ترلاسه کړل.

د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی پدې مراسمو کې  نوموړو محصلینو ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل « تاسې هر یو  نړۍ د پنځو لویه ده  د دستور  او اصل  استازي  یاست. »  د ویلو ده چې  دا د ولسمشر رجب طیب اردوغان شعار  دی چې  تل يي په هر نړۍوال اجلاس  او غونډو کې کاروي. ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې نړۍ  باید یواځې د پنځو هیوادونو لخوا اداره  نشي. د ټولې نړۍ  پریکړې باید  یواځې پنځو هیوادونو عدالت ته پرینښودل شي. ولسمشر اردوغان ددې شعار سره  د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ساختار کې د ژور بدلون غوښتنه کوي.

همداشان  پدې مراسمو کې د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو د ریاست رئیس عبدالله ایرن  د ترکیې د تحصیلي بورسونو  پر اهمیت د ټینګار سره وویل « هر هغه محصل  چې  په ترکیه کې  لوړې زده کړې کوي  او د ترکیې د بورسونو نه  ګټه پوره کوي  هغوې  بعضې مسئولیتونه هم  لري. ترکیه د ترکیې نه  لویه ده  او ترکیه  د نړۍ لپاره د هیلو سرچینه ده  د پیغام د رسولو په برخه کې  تاسې  یو تن  په خپلو هیوادونو کې  زمونږ  استازي  او سفیران  یاست. تاسې هر یو باید  زمونږ  دې مفکورې ته دوام  ورکړۍ  او زمونږ  دا امانت  به  ستاسې له طریقه دوام  وکړي. »

د ویلو ده چې  پدې مراسمو کې  هغه محصلینو ته  چې په عالی درجه  فارغ شوي وو د فراغت  سند د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا ورکړل شو.



اړوند خبرونه