په ترکیه کې بهرنیومحصلینو لپاره د فراغت مراسم جوړیږي

د ترکیې  د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست لخوا  نن  د بهرنیو محصلینو  لپاره د فراغت  مراسمو جوړیږي.

1229385
په ترکیه کې بهرنیومحصلینو لپاره د فراغت مراسم جوړیږي

د ترکیې  د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست لخوا  نن  د بهرنیو محصلینو  لپاره د فراغت  مراسمو جوړیږي. پدې مراسمو کې به  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  ګډون وکړي.

د ویلو ده چې د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست  د تیرو  اتلو کلونو راهیسې په دودیزه توګه هر کال  دا مراسم  جوړوي.

ترکیه چې پدې وروستیو کلونو کې په نړۍوال تعلیمي مرکز  بدل شوی دی  د ترکیې د بورسونو په چوکاټ کې هر کال  په سلګونو تنو  نړۍوالو زده کوونکو ته  په ترکیه کې د لوړو زده کړو فرصت برابروي.

دا نړۍوال  محصلین  د  ترکیې په مختلفو پوهنتونونو کې  د لیسانس ، ماسترۍ او ډوکټورا په کچه  د لوړو زده کړو د ترسره کولو نه وروسته  خپلو هیوادونو ته  د ستنیدو نه وروسته  د خپلو هیوادونو په وده او پرمختګ کې  مرسته کوي.

د ویلو ده چې  ترکیې  د د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست دې محصلینو لپاره په ترکیه کې د لوړو زده کړو د پایته رسولو نه وروسته د فراغت ځانګړي مراسم  جوړوي  او وروسته خپلو هیوادونو ته  ستنیږي.

د  ترکیې  د  بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست  دا  محصلین خپلو هیوادونو ته د ستنیدو  نه وروسته هم  یواځې  نه پریږدي.

په خپلو خپلو هیوادونو کې هم  ددوې لپاره د ترکیې د فارغینو تر نامه  لاندې  ځانګړي پروګرامونه جوړوي.

همداشان دا محصلین  د ترکیې او د نوموړو هیوادونو ترمنځه د سیاسي، کولتوري، اقتصادي او تجاري اړیکو په پراختیا کې هم  ډیره زیاته مرسته کوي.

په ترکیه کې  د نړۍ د ۱۶۰ هیوادونو نه  څه باندې  ۱۵۰ زره تنه  بهرني زده کوونکي په لوړو زده کړو بوخت  دي.



اړوند خبرونه