په ادلب کې د ترکي ځواکونو د ترست په نقطې برید شوی دی

په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو  د ادلب په ښار کې  د اوربند نه د څار په موخه جوړې شوي  د ترکي ځواکونو  د ترست  په یوې نقطې  د توپخانې  برید کړی دی.

1226661
په ادلب کې د ترکي ځواکونو د ترست په نقطې  برید شوی دی

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ادلب په ښار کې د ترکي ځواکونو  د ترست په نقطې  د اسد د ځواکونو لخوا د توپخانې برید شوی دی چې په پایله کې  یو تن  سرتیری په شهادت رسیدلی  او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د نوموړي برید نه وروسته  په سیمه کې  د اسد ځواکونو په موضعګانو  ډیر سخت  ځوابي  بریدونه شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ددې پیښې نه وروسته په انقره کې د  روسیې د سفارت عسکري اتشه  لوی درستیزوالۍ ته  رابلل شوی دی  د روسیې له طریقه  اسد رژيم ته  ډیر سخت غبرګون  ښودل شوی دی.

ترکیې د روسیې اتشې ته ویلي دي چې  د برید پر مسئولینو به ډیر سخت بدل پرې کړي.   


پيوندونه: #برید , #ادلب , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه