ولسمشر اردوغان د استانبول نوي ټاکل شوي ښاروال ته مبارکي وویله
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیرې ورځې په ټاکنو کې د استانبول د ښاروال په توګه ټاکل شوي اکرم امام اوغلو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د استانبول د تیرې ورځې د ښاروالۍ د ټاکنو د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته وویل چې « ددې په هیله چې د استانبول د ټاکنو پایلې د استانبول لپاره د خیر وسیله ورګرځي. »
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ټولنیزې مډیا له لارې وکړې. هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې وویل چې « ددې په هیله چې د استانبول د ښاروالۍ د تکرار ټاکنو پایلې د استانبول لپاره د خیر وسیله وګرځي. ملي ارادI نن یو ځل بیا په هر څه لوړه شوه. د غیرې رسمي پایلو له مخې ددې ټاکنو ګټوونکي اکرم امام اوغلو ته مبارک وایم. »
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې په ټینګار سره ویلي دي چې د پخوا په څیر په راتلوونکي کې به هم د ډیموکراسۍ، حقوقو د برترۍ، د هیواد د سولې، رفاح او استقرار په برخه کې به چا ته د ذرې په اندازه خود ګذري ونکړو او د جمهور اتفاق د اساساتو په چوکاټ کې به د اتحاد او اتفاق سره د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو په خاطر پرمختګ ته دوام ورکړو.
د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړیدونکي د جل شل په سرمشریزې، ورپسې د چین په سفر او وروسته د سویلي اروپا او بالکان په سرمشریزه کې به د ترکیې په داخلي او بهرنیو مسئلو د ملي منافعو په رڼا کې په ډیر دقت سره بحث او خبرې وکړو.